09/07/2026
لنډ تفسیر: الله تعالی فرمایلي دي چې دا زمکه بېلابېلې ټوټې یو د بل تر څنګ پرته ده، ځینې خوږه او حاصل خېزه ده او ځینې تروه ده هیڅ شی نه را شنه کوي، هغه چې خاوره یې خوږه ده د انګورو، زراعت او خورما و باغونه لري ځینې مېوې پهٔ خاښونو کې سره سریښې او ځینې بیا جلا جلا وي،
دا بېلابېل د مېوو ډولونه ټول پهٔ یو ډول اوبو خړوبېږي خو مېوې یو له بل سره توپیر لري او هره مېوه جلا خوند، جلا رنګ او جلا بوی لري،
یقینا پهٔ دې تنوع د مېوو کې د هغهٔ چا لهٔ پاره چې عقل پهٔ کار اچوي د الله د قدرت نښې پرتې دې.