Saqip Tanoli

Directions

Saqip Tanoli sahib .tanoli

04/06/2021
28/05/2021
03/02/2021

د مـُلا عبادت، کسب
پاڅیدل او کیناستل
د حـلوا په ارمـانونو
تل الله الله کــــــول
د مـُلا مینه عـجـیبه
په پېتــې مــینیېدل
او د حورو لمغړو ته
د خــرچوکو هڼېدل

د صوفي عبادت ویر دی
سوځېدل او ژړېدل
د رحمان رحیم له نوم نه
رپېدل او وېرېدل
د صوفي مینه عجیبه
د زړه ګل مړاوې کول
بې کنار دریاب د حُسن
په کوزه کې بندول

د زاهد عبادت چړ دی
سوال، منت، ژړا کول
په جنت او دې دنیا کې
د فایدې سودا کول
د زاهد مینه عجیبه
په خپل ځان مینېدل
د ریا سپي جوټه کړې
دلرُبا لا ورکول

د غني عبادت مینه
ځان جانان کې ورک کول
د مینو سترګو شرنګ ته
ګډیدل او خندېدل
د غني مینه عجیبه
ټول بیلات، هیڅ نه ګټل
دا خپل ځان او جهان واړه
یو خُمار کې ډوبول

30/01/2021

Hi

Address

Jeddah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saqip Tanoli posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share