20/09/2021
ډېوې درته د سترګو بلېدې، ته ګډېدې
خاموشه ارزوګانې تخنېدې، ته ګډېدې
څه داسې ښکارېده لکه چې مینه په پیسو وي
روپۍ دې په زلفانو ورېدې، ته ګډېدې
سینګار وې داسې رنګ چې ښاپیرۍ دې شرمولې
جذبې درته د مینې کړېدې، ته ګډېدې
مستان دې ځنګېدل د اداګانو موسیقۍ ته
کاسې په یوه بله اوړېدې، ته ګډېدې
ښایست د انساني عظمت ولاړ و کوزې سترګې
چړې په احساسونو لګېدې، ته ګډېدې
عبدالرحیم روغانی