30/05/2020
که مو په وسه پوره وي نن شپه د(صلاة التسبېح) لمونځ ضروري وکړئ. او ډير ورونه او خویندي به يې چي دا لمونځ کې طريقه بې نې ورته معلومه نو لطفاً شير يې کړئ
دا لمونځ د الله ج پیغمبر محمد ص خپل اکا حضرت ع رض ته ور ښولی وو او ورته ویلي ئې وه که يې کولای سې نو دا لمونځ هره ورځ کوه، که هره ورځ نه وي نو هره جمعه، که هره جمعه يې نه سې کولای نو په کال کي ئې یو واري حتمن کوه. او که یي په کال کي نه سې کولای نو په ټوله عمر کي یي خاماخا وکړه.
صلات تسبيح لمونځ څلور رکعتونه دئ، په هر رکعت کي(سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله والله اکبر) کلیمه په ترتیب سره ويل کېږي.
1- چي نیت وتړې تر ثنا (سبحنک اللهم) وروسته دا کلمه پنځلس واره ويل کېږي.
2- تر اعوذ بالله، بسم الله، الحمدلله او سورت ویلو وروسته به ئې بيا لس واره ووایې.
3- په رکوع کي تر سبحان ربي العظیم وروسته بيا لس واره ويل کېږي.
4- چي د رکوع څخه ولاړ سوې، په ولاړه کي به ئې بيا لس واره ووايې.
5- په اوله سجده کي د سبحان ربي الاعلی څخه وروسته هم لس واره ويل کېږي.
6- چي د اولي سجدې څخه راپورته سې او کښينې، نو بيا ئې لس واره ووايه.
7- په دوهمه سجده کي تر سبحان ربي الاعلی وروسته هم لس واره ويل کېږي. .
8- تر اول رکعت وروسته به د دوهم رکعت له پاره ولاړ سې او د سورت فاتحه او بسم الله څخه مخکي به دا کلمه 15 واره ووايې؛ داغه رقم به پاته رکعتونه هم وکړې.
په دغه ترتیب دا تسبیح په یوه رکعت کي 75واره پوره کېږي، چي په څلورو رکعتو کي 300 واره کېږي
نوټ: که د چا صخه دا تسبيحات به يوه ځای کي پاته سوه په پسي ځای کې دې بيا ووايي.
مثال په ډول که د سورت وروسته درسخه حېر سول په رکوع کي چې 10 ځلي ويل کېږي نو 20 ځلي به يې ووايې.
ما هم په دُعا کي ياد ساتئ.
درود شريف پر ستر لارښود حضرت محمد مصطفيٰﷺ