Khadim zaheer

Khadim zaheer Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Khadim zaheer, Kingdom Hall, London.

26/06/2022

Salamona dostano

Allah Abad aw khshala Lara
Tal sar lware osi

25/06/2022
26/11/2021

له عبرته ډکه کیسه هتماً یې ولولئ👇

🌹🌻🌹🌻🌹🌻🌹🌹🌻🌹

په یوه کور کې د موږک سوړه وه، دغه کور د یو بزګر وو.
یوه ورځ موږک ولیدل چې دهقان او میرمن یې له یوې بوجۍ څه شئ راوباسي! موږک چې ځیر شو نو ویې لیدل چې په بوجۍ کې تلک (دام) دې!
موږک له ډیرې ویرې پاس بام ته وخوت او دا کیسه یې کوترو ته بیان کړه چې د کور خاوندانو تلک راوړې!
کوترو ورته وویل چې دا زما ستونزه نه ده زه هسې هم په تلک کې نه نښلم.

موږک ډیر مأیوسه شو نو سمدستي لاړ او د تلک کیسه یې چرګ ته وکړه،
چرګ ورته کړه چې زما د تلک سره هیڅ سر و کار نشته.
غمجن موږک د دهقان د تلک کیسه پسه ته وکړه،
پسه ورته په پسخند او ریشخندۍ سره وویل چې ځه خپل کار کوه.

شپه شوه کړپ شو چې په تلک کې مار ونښته!
د کور میرمن دا فکر وکړ چې ګواکې موږک په تلک کې نښتۍ،
د شپې په تیاره کې یې چې تلک ته لاس وروړ نو مار ټک ورکړ!
د کور د میرمن طبیعت په خرابیدو شو نو دهقان سمدستي حکیم راوغوښت،
حکیم وویل چې مریض ته باید د کوترو خروا ورکول شي!

کوتر لا په دیګي کې خوټیده چې د بزګر خپلوان د ښځې پوښتنې ته راورسیدل،
د میلمنو د قدر لپاره دهقان چرګ حلال کړ.
څو ورځې بعد د دهقان میرمن مړه شوه،
خلک ډلې ډلې مړي ته راتلل نو دهقان مجبوره شو پسه يي حلال کړ ترڅو د میلمنو قدر وشي.
موږک د دهقان له کوره ډیر لیرې تللې و، بیخي لیرې.....

یادونه :👇

هسې ما ویل چې که چیرته څوک تاسو ته راشي او خپله ستونزه درته بیان کړي نو دا ورته مه وایه چې دا خو زما مشکل نه دې!
لږ فکر کوه او دا وایه چې شونې ده سبا دغه مشکل ما ته هم پیښ شي.
که چیرته د ټولنې یو کس ، یوه کورنۍ هم په مشکل کې وي نو دا امکان لري چې دده مشکل ټول هیواد ته ګواښ پیښ کړي.
د خپل شخص، ذات، مذهب او ژبې له دايرې څخه بهر راووځه،
د خپل ځان پوري محدود مه پاتې کیږه،
بلکې د نورو د درد احساس هم په ځان کې پیدا کړه....

👈د ثواب په نیت یی خامخا نشر / شئیر Share کړئ !

👈 دا معلومات له نورو سره شریک کړئ او که لیکنه مو پوره لوستلي وي لطفا کمنټ کي ولیکئ چې پوره ولوستل شوه .

يادونه__ 👈 د لازیاتو ګټورو اسلامی معلوماتو لپاره زموږ فیسبوک پاڼه_ درسره لایک او فالو کړی تر څو له اسلامي معلوماتو یی برخمن ش

10/09/2021

نوی خبر نن پنشیر کی دنړی تر ټولو لویه ډیپو ونیول شوه

Address

London
WC2N5DU

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khadim zaheer posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category