دجنت لاره

دجنت لاره ‎درود او سلام د نړی پر ستر لار ښود حضرت محمد مصطفی
‎ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ

د قدر د شپې علامې او پېژندنه سوال: د قدر شپې ته ولي قدر وايي؟ځواب: ۱: په دغه شپه کي قرآنکریم د لوح محفوظ څخه و اول اسمان...
09/03/2026

د قدر د شپې علامې او پېژندنه

سوال: د قدر شپې ته ولي قدر وايي؟
ځواب:
۱: په دغه شپه کي قرآنکریم د لوح محفوظ څخه و اول اسمان ته نازل سویدی.
۲: ددې شپې عبادت د زرو مياشتو څخه زیات دی، نو دا شپه قدرمنده ده.
۳: په دغه شپه د انسانانو ټول اعمال، رزق، خیر او شر اندازه ټاکل کیږي.
۴: په دې شپه لږ عبادت ډېر قدر او شرف لري.

۱۶۶ سوال: د قدر شپه کومه یوه ده؟
ځواب:
د روژې د اخري لسو شپو طاق شپې ۲۱، ۲۳، ۲۵، ۲۷، ۲۹ په دغو شپو کي د قدر شپه ده.
ما رُوي في تحري ليلة القدر من حديث عائشة أم المؤمنين -رضي الله عنها- قالت: (تَحَرَّوْا ليلة القدرِ في الوِتْرِ، من العشرِ الأواخرِ من رمضانَ
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۱۷
۱۶۷ سوال: د قدر په شپه کي کومه دعاء کیږي؟
ځواب:
هغه دعاء چي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړېده هغه داده:
اللهم إنك عفوٌ كريم تحب العفو فاعفو عنيرواه الترمذي، في سنن الترمذي، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: 3513.
نورې شرعي دعاوي هم مشکل نلري، ذکرونه، نفلونه، تلاوت هر څه جائز دي.
ما روي عن عائشة أم المؤمنين - رضي الله عنها - في فضل الدعاء ليلة القدر؛ حيثُ روي في الصحيح أنّها قالت: (يا رسولَ اللَّهِ أرأيتَ إن وافقتُ ليلةَ القدرِ ما أدعو؟ قالَ: تقولينَ اللَّهمَّ إنَّكَ عفوٌّ تحبُّ العفوَ فاعفُ عنِّي
رواه البخاري، في صحيح البخاري، عن عائشة أم المؤمنين، الصفحة أو الرقم: ۲۰۲۶.)
د قدر د شپې علامې او نښانې کومي دي؟
۱۶۸ سوال: د قدر د شپې علامې او نښانې کومي دي؟
ځواب: د قدر د شپې علامې او نښانې:
۱: په دغه شپه به شیطانان په ستورو نه ویشتل کیږي. ځکه ملائکي را کښته کیږي، شیطانان به نه وي.
۲: په دغه شپه به هوا نه یخه وي او نه ګرمه، بلکې معتدله به وي.
۳: په دغه شپه به نه وریځ وي ، نه به باران وي او نه به باد وي.
۴: ددغې شپې په سهار به لمر لکه د څوارلسم سپوږمۍ سپین به وي او شعاوې به نلري چي راخیږي.
۵: ددغې شپې په سهار به د اسمان په کنګرو کي ګرځ وي، دا ځکه هغه ملائکې چي را کښته سوي وي، د هغو د پورته کیدو له کبله دغه غبار وي.
۶: دغه شپه به ډېره روښانه وي.

لقول الرّسول عليه السّلام: (ليلةُ القدْرِ ليلةٌ سمِحَةٌ، طَلِقَةٌ، لا حارَّةٌ ولا بارِدَةٌ) رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن عبدالله بن عبّاس، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۵
رواه ابن حبان، في صحيح ابن حبان، عن أبو سعيد الخدري، الصفحة أو الرقم: ۳۶۷۴
رواه مسلم، في صحيح مسلم، عن أُبيّ بن كعب، الصفحة أو الرقم: ۷۶۲.
رواه الألباني، في صحيح الجامع، عن واثلة بن الأسقع و عبادة بن الصامت، الصفحة أو الرقم: ۵۴۷۲)

27/02/2026

*بِسْــــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم*

‎*إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا*

‎*اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ*

‎*اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ*

13/02/2026

‎درود او سلام د نړی پر ستر لار ښود حضرت محمد مصطفی
‎ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟د برات د پنځلس په شپه، چي نن شپه ده، په دې شپه الله تعالی د کائناتو په اړه فیصله کوي؛ د راتلونکي ...
02/02/2026

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات د پنځلس په شپه، چي نن شپه ده، په دې شپه الله تعالی د کائناتو په اړه فیصله کوي؛ د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، چي موږ پردې ایمان لرو، چي د انسان د زېږېدو او مرګ نېټه له وخته لا په تقدیر کي ټاکلې ده، نېستي او شتمني ئې هم ټاکلې ده، نو څنګه ئې بدل کړو؟


الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې د #دوشنبې ماښام دئ، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.
-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.


په المعجم الکبیر للطبرانی، په شعب الایمان للبیھق او په صحیح ابن حبان کي دا یو حدیث را نقل سوی دی:
دحضرت معاذ رضی اللہ عنہ څخه روایت دی چي نبي کریم صلی اللہ علیہ وسلم وفرمايل: اللہ تعالیٰ د برات شعبان پر نيمايي شپه (خپل پر بندګانو) نظر ساتي، بیا بغیر له مشرک او هغه کس چي د (خپل مسلمان ورور) سره دښمني ساتي نورو ټولو مخلوقاتو ته بخښنه کوي.

#یادونه: نن دوشنبه ماخستن ئې شپه ده او سبا سې شنبه سهار ئې ورځ ده. ددې ورځي روژه نیول نه فرض ده، نه واجب، نه سنت او نه بدعت دی، مستحب ده. خو داچي په هره میاشت کي د روژې فضیلت ثابت دئ او د میاشتي پنځسلم د ایام بیض څخه ده، نو که په دغه دوو نیتونو باندي روژه ونیول سي، نو دا دواړه فضیلته به ترلاسه سي.

: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ.

#درېیمه یادونه: د حدیث مفهوم دئ، چي په دغه شپه ټول بخښل کیږي، خو شرک کونکی، د دوستی پرېکونکی، کینه ګر، په پایڅو بجلکي پټونکی، شرابي، زنا کونکی نه بخښل کیږي خو که دوی توبه وکاږي او دا ګناهونه پرېږدي، نو دوی ته به هم بخښه وسي. راسئ داسي وکړو: چي د شپې راپورته سو، نو اول د توبې لمونځ وکړو او کلکه توبه وکاږو او بیا خپل عبادت وکړو.

#اخري یادونه: د برات د شپې د فضیلت په اړه خلک پر درو ډلو دي: یوه ډله ئې بیخي نه مني او دوهمه ډله ئې بیا دونده زیاته مني چي په دغه شپه خرافات کوي، موږ او تاسو د اعتدال لار غوره کوو. د شپې را پورته کیږو تلاوت، ذکر، تهجد او دعا کوو او د ورځي د ایا بیض په نیت روژه نیسو چي زموږ محبوب نبي به هم هره میاشت نیول.
Aliullah Mutawakil

05/01/2026
02/01/2026
27/12/2025

سبحان الله وبحمده
سبحان الله العظيم

11/12/2025

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ

Address

Helmand
Lashkar Gah

Telephone

+93703408490

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دجنت لاره posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to دجنت لاره:

Share