15/04/2026
د ۱۴۴۷ قمري کال د درسونو د پیل خبرتيا!
دا چې د روان کال درسي بهير د امنيتي مشکلاتو له امله يو څه وځنډېدو، خو الحمدلله د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) اداري اراکين ژمن او متعهد دي، تر څو د مدرسې درسي بهير د تېر په څېر يو ځل بيا د خپلو طلباؤ لپاره شروع کړي، نو ټولو طلباء کرامو ته خبر ورکول کېږي، چې تر اوسه يې داخلې نه وي کړې، نو بېړه دې وکړي او ځانونه دې د جامعې د ادارې سره ثبت کړي، چې په همدې اساس د مدرسې محترمو استادانو د مهتمم صاحب په شمول د راتلونکو درسونو د پېل په پار خپلې مشورې شريکې کړې.
د درسونو د شروع نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲ مطابق ۱۴۰۵/۱/۲۹
د شنبې ورځ