04/08/2026
الحمد لله رب العالمین.
په لویه خوښۍ خپلو درنو دوستانو، قدرمنو استادانو، محصلینو او د علم مینهوالو ته زېرى ورکوم چې زما نوی علمي اثر *تلاوت او تجوید* د چاپ له ښکلا برخمن شو.
دا کتاب د لوړو زده کړو د محصلینو ترڅنګ د مدرسو او مکتبونو د زدهکوونکو لپاره هم په داسې علمي او روانه بڼه ترتیب شوی چې د قرآن کریم د صحیح تلاوت او د تجوید د اصولو په زده کړه کې یوه ګټوره او باوري مرجع ګرځېدلی شي.
په دې هیله چې دا کوچنۍ علمي هڅه د قرآن کریم د خدمت او د زدهکوونکو د علمي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګټوره تمامه شي.
او الله تعالی یې قبول او د ټولو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځوي.
📚 د ترلاسه کولو ځای:
خوست – افغان پلازه، زېرزمینی، المسلم کتابخانه خوست .
په درنښت
ننګِ اسلاف احسان ماتریدي.
#تلاوت #تجوید #کتابخوانی .