Moy Mubarak Kandahar

Moy Mubarak Kandahar It is divided in 3 sections,1:-Moy Mubrak shrine history,2:-Moy Mubrak religious school activities, and Moy Mubrak scholar history from start up to now.

18/03/2026

مننه او کورودانی!

من فطَّر صائمًا كان له مثلُ أجره، غير أنه لا ينقصُ من أجر الصائمِ شيئًا: الحدیث (صحیح البخاری)!
ترجمه!
مبارک علیه الصلوة والسلام فرمایی!
چاچی یو روژاتي ته روژه ماتی ورکړ، د هغه لپاره د روژاتي په مثل ثواب دی، بیله دی چی د روژاتي د ثواب څخه یو شی کم سی!.......
په لاندی ویدیو کی تاسو د موی مبارک مسجد جامع صحن وینی چی پکښی بې شمیره مساکینو مسافرو او نور مسلمانانو ته پکښی روژه مات برابر سوی دی، او ټول د یو لوی دسترخان پر شاوخوا باندی سره راټول دی، او خپل روژه مات کوی،
پاته دی نه وی چی دا مکمل روژه! د روژه مات چاری او ټول مصارف دهمدی جامع د یو مخلص مقتدی د (صداقت عمده محل) مسول حاجی علی احمد "عادل" صاحب پر غاړه وه، او دا ټول روژه ماتونه دهمدې حاجی صاحب محترم لخوا برابرسوی وه.
دموی مبارک مسجد جامع مسولین او عمله د نوموړی زیات کورودانی وایی، او و نوموړی ته دلایزال رب جل جلاله څخه د اجر عظیم او خیر کثیر غوښتنه او استدعاء کوی، رب العلمین جل جلاله دی د نوموړی په ژوند رزق مال او اولادونو کی برکت واچوی! بارک الله فیک
اللهم آمین یارب العلمین

11/12/2025

*ښه ژوند لاندې اصول غواړي*

*1. ادخلوا في السلم كافة*
ټول په اسلام کی داخل شه!

*2. ولا تعتدوا*
ظلم او زیاتی مکوه!

*3. ولا تعثوا في الأرض مفسدين*
مه کرځئ په زمکه کی فساد کونکی!

*4. ولا تلبسوا الحق بالباطل*
حق د باطل سره مه ګډوډ کوئ!

*5. ولا تقف ما ليس لك به علم*
بی له علمه خبری مکوه!

*6. ولا تمش في الأرض مرحا*
په مځکه کی په تکبر سره مه ګرځه!

*7. ولا تصعر خدك للناس*
خلکو ته تندی مه ګونجی کوه!

*8. واخفض جناحك للمؤمنين*
مؤمنانو سره نرمی کوه!

*9. واغضض من صوتك*
خپل اواز همیش ښکته ساته!

*10. وأقصد في مشيك*
په مزل کولو کی میانه روی کوه!

*11. وأعرض عن الجاهلين*
د جاهلانو خلکو مخ اړوه!

*12. خذ العفو وأمر بالمعروف*
معافی کوه، امر په نیکئ کوه!

*13. إدفع بالتي هي أحسن*
دفاع په ښایسته طریقی کوه!

*14. أدعو إلى سبيل ربك بالحكمة*
دین ته خلک په حکمت سره بله!

*15. لا تبطلوا صدقاتكم بالمن والأذى*
صدقه په ضرر او زباتنه مه بربادوه!

*16. ولا تأكلوا أموالكم بينكم بالباطل*
پردی مال بی اذن د هغه مه خوره!

*17. ولا تنابزوا بالالقاب*
غلط نومونه مسلمان ته مه اخله!

*18. لا يسخر قوم من قوم*
قوم پسی ټوکی مکوئ!

*19. ولا يغتب بعضكم بعضا*
ځینی د ځینو نورو غیبت مکوئ!

*20. ولا تجسسوا*
د مؤمنانو جاسوسوی شیطانت مکوئ!

*21. اجتنبوا كثيرا من الظن*
د ډیرو ګمانونو نه ځان وساتئ!

*22. إعدلوا*
په هر څه کی انصاف نه کار اخلئ!

*23. و إذا حييتم بتحية فحيوا بأحسن*
د سلام جواب په ښایسته طریقی کوه!

*24. وبالوالدين إحسانا*
مور پلار سره نیکی ښیګڼه کوه!

*25. وذي القربي واليتامى*
د خپلوان او یتیم سره ښیګڼه کوه!

*26. وأطعموا البائس الفقير*
غریب او مسکین ته خوراک ورکړه!

*27. ولا تتبدلوا الخبيث بالطيب*
پاک د ګنده سره مه ګډ کوئ!

*28. وآتوا اليتامى أموالهم*
یتیم ته خپل مال ورکړئ مه یی خورئ!

*29. أنفقوا مما رزقنكم*
صدقی خیراتونه ورکړئ!

*30. وقولوا قولا سديدا*
وینا نیغه او سیده کوئ!

*31. وقولوا للناس حسنا*
خلکو ته ښایسته خبری کوئ!

*32. وتعاونوا على البر والتقوى*
تقوا او نیکئ کار کی مرسته کوه نورو سره

*33. ولا تعاونوا على الإثم والعدوان*
ګناه ظلم کارونو کی مرسته مکوه نورو سره

*34. واحفظوا أيمانكم*
د بیزایه قسمونو نه ځان وساتئ!

*35. وأوفوا بعهد الله اذا عاهدتم*
د الله تعالی لوظونه پوره کړئ!

*36. وأوفوا الكيل اذا كلتم*
پیمانه سمه کوئ په وخت د پیمانه کی!

*37. وزنوا بالقسطاس المستقيم*
په روغه او برابره تله تلل کوه!

*38. كونوا مع الصادقين*
د رښتیا ویونکو ملګرتیا کوه!

*39. أوفوا بالعقود*
د وعدو پوره والی وکړئ!

*40. كونوا قوامين بالقسط شهداء لله ولو على أنفسكم*

شئ ولاړ انصاف کونکي د الله لپاره ګواهان اګر که په خپل نفس مور پلار هم وی.

*☆☆Nomani☆☆*

26/06/2025
صلوا علی حبیبنا وشفیعنا سیدنا وسندنا محمد صلی الله علیه وسلم.
26/06/2025

صلوا علی حبیبنا وشفیعنا سیدنا وسندنا محمد صلی الله علیه وسلم.

دنوی (١٤٤٧) قمری کال پیل!
26/06/2025

دنوی (١٤٤٧) قمری کال پیل!

سبا نهمه دذوالحجی او په افغانستان کی دعرفې ورځ ده،او داشراق تکبیرونه دسهار دلمانځه څخه شروع کیږی، او دلوی اختر دڅلورمې ت...
05/06/2025

سبا نهمه دذوالحجی او په افغانستان کی دعرفې ورځ ده،
او داشراق تکبیرونه دسهار دلمانځه څخه شروع کیږی، او دلوی اختر دڅلورمې تر ماځیګر پوری یو وار ویل واجب دی پر هر مسلمان نارینه او ښځینه باندی،
نارینه به دا تکبیرونه په زوره وایی، که یواځی یامنفرد وی، او که په جماعت سره وی، او ښځی به یی په قراره یا کښته آواز سره وایی.
او بل سبا (شنبه) دلوی اختر لومړی ورځ ده ان شاالله،
او موږ تاسو ته دلوی اختر دلمانځه مکمله طریقه ښودلی ده. ټولوته دی نیک مبارک وی، او خدای ج دی د ښه طاعت کولو توفیق درسره راکړی. آمین

دلوی اختر دلمانځه طریقه!

28/02/2025

په ټول قران کریم کې موجوده دعاګانې دلته جمع کړل شوي او ۵۲ دي.
دروژې مبارکه میاشت ده مبارکې شپې او ورځې دي څومره چې مو په توان کې وي درسره يې ووایاست .
مخته یې شير کړی ترڅو نورملګري هم ګټه ترې واخلي...
مونږ ته او ټولو مسلمانانو ته هم دعاګانې کوئ:

1✅ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
2✅ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
3✅ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
4✅ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
5✅ رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ
6✅ رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ
7✅ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
8✅ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ
9✅ رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
10✅ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
11✅رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
12✅ رَبَّنَا إِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ
13✅ رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ
14✅ رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ
15✅ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا
16✅ رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ
17✅ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ
18✅ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
19✅ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
20✅ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ
21✅ رَبِّ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ
22✅ رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ
23✅ رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ، رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ
24✅ رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا
25✅ رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا
25✅ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا
27✅ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي, وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي, وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي, يَفْقَهُوا قَوْلِي، رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا
28✅ لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ
29✅ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ
30✅ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
31✅ رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ
32✅ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ، وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ
33✅ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ
34✅ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا
35✅ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
36✅ رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ، وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ، وَاجْعَلْنِي مِنْ وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ، وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ، يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ، إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ.
37✅ رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ
38✅ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ
39✅ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي، رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ
40✅ رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ
41✅ رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
42✅ رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ
43✅ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ

44✅ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ

45✅ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ، رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
46✅ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
47✅ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ... وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
48✅ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا، إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا
49✅ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا
50✅ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ
51✅ اللَّهُمَّ رَبَّنَا... ارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
52✅ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

ما هم په دعاګانو کې مه هیروي.

16/06/2024

*چون دلوی آختر مبارکه شپه ده* نو ومي وغوښتل چي ستاسو پام ديو څو احاديثو وژباړي ته را واړوم الله پاک دي وموږ اوتاسو ته پري دعمل کولو توفيق راکړي

*اول حديث شريف دمور اوپلار حق*

(( ﻣﻦ ﺳﺮﻩ ﺃﻥ ﻳﻤﺪ ﻟﻪ ﻓﻲ ﻋﻤﺮﻩ ﻭﻳﺰاﺩ ﻓﻲ ﺭﺯﻗﻪ ﻓﻠﻴﺒﺮ ﻭاﻟﺪﻳﻪ ﻭﻟﻴﺼﻞ ﺭﺣﻤﻪ ))

*ژباړه !!*
که څوک خوشحاله کوي دا چي دده په عمر او رزق کي دي زياتوالی راسي نو دخپل مور او پلار سره دي نيکي کوي اودخپلو قريبانو سره دي قرابت پالي !!

*دوهم حديث شريف*

((ﺛﻼﺛﺔ ﻻ ﻳﻨﻈﺮ اﻟﻠﻪ ﺇﻟﻴﻬﻢ ﻳﻮﻡ اﻟﻘﻴﺎﻣﺔ: اﻟﻌﺎﻕ ﻟﻮاﻟﺪﻳﻪ، ﻭﻣﺪﻣﻦ اﻟﺨﻤﺮ، ﻭاﻟﻤﻨﺎﻥ ﻋﻄﺎءﻩ، ﻭﺛﻼﺛﺔ ﻻ ﻳﺪﺧﻠﻮﻥ اﻟﺠﻨﺔ: اﻟﻌﺎﻕ ﻟﻮاﻟﺪﻳﻪ، ﻭاﻟﺪﻳﻮﺙ، ﻭاﻟﺮﺟﻠﺔ))

*ژباړه !!*
دري کسان دي الله پاک به په ورځ دقيامت په نظر درحمت ورته ونه ګوري « ۱ » دمور او پلار آزاري « ۲» هغه کس چي هميشه شراب ځيښي « ۳ » هغه کس چي چاته يوڅه ورکړي او احسان پراچوي ؛
دري کسان دي الله پاک يي وجنت ته نه داخلوي « ۱ » دمور او پلار آزاري « ۲ » ديوث ؛ « هغه څوک چي په خپله کورنی کي وبدکاری او فحشا ته ځای ورکوي » « ۳ » هغه ښځه چي دنارينه وو سره مشابهت کوي يعني دنر په شان خپل کړه وړه او عادات جوړوي !!!

*دريم حديث شريف دمشر ورور حق*

(( ﺣﻖ ﻛﺒﻴﺮ اﻹﺧﻮﺓ ﻋﻠﻰ ﺻﻐﻴﺮﻫﻢ ﺣﻖ اﻟﻮاﻟﺪ ﻋﻠﻰ ﻭﻟﺪﻩ ))

*ژباړه !!*
په وړونو کي دمشر ورور حق پر کشر د دوی داسي دی لکه دپلار حق پر خپل اولاد باندې !!!

*څلورم حديث شريف دهسايه حق*

((ﻣﻦ ﻛﺎﻥ ﻳﺆﻣﻦ ﺑﺎﻟﻠﻪ ﻭﺑﺎﻟﻴﻮﻡ اﻵﺧﺮ ﻓﻠﻴﻜﺮﻡ ﺟﺎﺭﻩ))،

*ژباړه !!*
څوک چي پر الله پاک او د آخرت پر ورځ ايمان لري نو دخپل همسايه سره دي ښه کوي !!!

*پنځم حديث شريف*

((ﻻ ﻳﺆﻣﻦ ﻋﺒﺪ ﺣﺘﻰ ﻳﺄﻣﻦ ﺟﺎﺭﻩ ﺑﻮاﺋﻘﻪ))

*ژباړه !!*
کامل مؤمن نه دی هغه څوک چي دده همسايه دده دآزارونو څخه په امن کي نه وي !!!

*ومن الله التوفيق*

دعرفې دورځی دعاګانی!
15/06/2024

دعرفې دورځی دعاګانی!

*د عرفی په ورځ د روژی نیولو فضیلت*زما دایمان او عقیدې وروڼو، خدای مو همداسې په ایمان ښایسته لره، پام مو وي چې یو ډیر لوی...
14/06/2024

*د عرفی په ورځ د روژی نیولو فضیلت*

زما دایمان او عقیدې وروڼو، خدای مو همداسې په ایمان ښایسته لره، پام مو وي چې یو ډیر لوی فرصت مو ترلاسه شوی، ګورئ چې د غفلت له وجې مو دا زرین چانس له لاسه لاړ نشي ځکه تر بل کاله پورې دا روښانه نده چې زه او تاسې به ژوندي یو که نه؟!!!
د عرفې د مبارکې ورځ په ګډون یو شمیر ځانګړې ورځې او شپې د اسلام له نظره ډیر ارزښت لري! دعا او عبادات پکې د نورو ورځو په پرتله ډیر ثواب لري چې اندازه یې یواځې پاک الله (ج) ته روښانه ده!
د عرفې د ورځې په اړه په قران کې ستر خالق فرمايي: لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ ﴿۱۹۸﴾ ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۹۹﴾ (بقره ۱۹۸-۱۹۹)
ژباړه: او که له حج کولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کښې هم شئ نو څه باک نه لري بیا چې کله له عرفات نه ځئ نو په مشعر حرام (مزدلفه) کې ایسار شۍ، الله (ج) یاد کړئ اوپه هغه شان یې یاد کړۍ چې تاسې ته یې لارښودنه کړیده، که نه خو له دې نه مخکې تاسې ګمراه وۍ. بیاله کوم ځای نه چې نور ټول خلک راګرځي له هماغه ځایه تاسې هم راوګرځئ او له الله (ج) نه بخښنه وغواړۍ په یقیني توګه هغه ذات بخښونکی او رحم کونکی دی.
په اصل کې خو موږ باید د عرفې د ورځې په ګډون دا تیرې ۹ ورځې پوره روژه نیولی وای، که چا نیولې وي الله (ج) دې ورته قبول کړي، په بدل کې دې یې اجر ورکړي او که چا ندي نیولې نو بیا باید چې دا یوه د عرفې ورځ روژه ونیسي ځکه پدي ورځو کې خو د عرفي د ورځي روژه نيول سنت عمل دي، په دي ورځ د روژي ډير فضيلت راغلي: حديث کې راځي چي ددي ورځي روژه د دوو کلونو ګناهونه معاف کوي!
دعرفات دورځې دروژې په اړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي \”صوم يوم عرفة يكفر سنتين ماضية و مستقبلة\”. رواه احمد
ژباړه: د عرفات په ورځ روژه نیول ددوو کلونو (تیر او راتلونکی کال) دګناهونو دکفارې او له مواخذې څخه یې دخلاصون سبب ګرځي. رواه احمد

همدا حدیث د مسلم شریف په کتاب کې هم راغلی:

عن أبي قتادة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن صوم يوم عرفة فقال:
\”يكفّر السنة الماضية والسنة القابلة\”. (رواه الإمام مسلم).
ژباړه: د أبي قتاده (ض) نه روایت دې چې د رسول الله (ص) نه د عرفې د ورځې د ورژې په اړ ه وپوښتل شو نو رسول الله (ص) په ځواب کې وفرمایل \”د تیر او راتلونکي کلونو ګناهونه پرې معاف کیږي\”. (رواه الإمام مسلم).

د عرفې د ورځې ددعا په اړه پیغمر (ص) فرمايي:يقول النبي صلى الله عليه وسلم: \”خير الدعاء دعاء يوم عرفة ,,, وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: \”لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير\”. (رواه الإمام الترمذي وحسّنه الألباني).
ژباړه: بهترینه دعا، د عرفې د ورځې دعا ده او هغه څه چې ما او زما څخه مخکې پیغمبرانو ویله : \”نشته لائق د عبادت مګر الله (ج) چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده، او ده لره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر څه باندې توانا دی\”.

خو بیا همدا روژه د هغو حاجیانو لپاره مکروه ده چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی وي او پیغمبر (ص) ترې منع فرمایلې او ددوی لپاره یواځې د مراسمو پوره کول او دعا ویل دي. او ځینې علما دا روژه د عرفاتو په مراسم کې ګډونکونکو حاجیانو لپاره حرامه ګڼلې.
په یو متفق علیه حدیث کې راځي: عن عائشة رضي الله عنها قال : \” نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صوم يوم عرفة بعرفات \” ، ويعضدهما حديث : \” أن الناس شكوا في صومه صلى الله عليه وسلم يوم عرفة ، فأرسل إليه بقدح من لبن فشربه ضحى يوم عرفة والناس ينظرون \” ( رواه البخاري ومسلم)
ژباړه: د عایشې (ض) نه روایت دی چې منع وفرمایله رسول الله (ص) د عرفې د ورځې له روژې نه په عرفاتو کې (هغه حاجیان چې د عرفاتو په مراسمو کې ګډون کوي) ځینې خلکو د رسول الله (ص) په روژه کې شک کاوه چی رسول الله (ص) به روژه یې نو ورته شیدې راوړل شوې او پیغمبر (ص) وڅښلې او خلکو ورکتل.
دازموږ دین هم څومره ښې ځانګړتیاوې لري! په یوه ورځ روژه خالق خپل د مخلوق دوه کلن ګناهونه معافوي.
الحمد لله! الحمد لله! الحمد لله! څومره مهربانه خالق لرو! د یوې ورځ په بدل کې خپلو بندګانو ته دومره ثواب ورپه نصیب کوي چې ګمان یې هم ګران دی! او بیا غافلو بندګانو ته ګوره چې یوه لحظه هم د خپل خالق په فکر کې نه دي!
هغه (ج) پر مونږ څومره مهربانه دی! الحمد لله!
الله (ج) ډیر مهربانه دی، د همدې روژې په وسیله به راته الله (ج) هدایت وکړي، ارمانونه به مو پوره کړي او هر هغه شرعي مراد چې لرو راته به یې ترسره یې کړي! ان شاء الله!
نو بیا ولې دا دومره لوی فرصت له لاسه ورکړو!
راځئ! دا یوه ورځ په پټو سترګو تیریږي، فقط توکل مو په الله (ج) کړئ او د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسئ!
د ثواب ترڅنګه به د طبي ګټو نه هم برخمند شئ!
یا الله (ج) ماته او زما ټولو مسلمانو وړونو ته توفیق ورکړې چې د عرفې په مبارکه ورځ روژه ونیسو او تل ښه اعمال ترسره کړو!
امین! امین! ثم امین یا رب العالمین!
والله اعلم

*دروژې دمبارکي مياشتي فضيلتونه ثوابونه  اوحکمتونه !!!*1 د روژې مبارکه میاشت دکال په ټولو میاشتو کی تر ټولو غوره اوبهتره ...
12/03/2024

*دروژې دمبارکي مياشتي فضيلتونه ثوابونه اوحکمتونه !!!*

1 د روژې مبارکه میاشت دکال په ټولو میاشتو کی تر ټولو غوره اوبهتره میاشت ده !
2 د روژې په مبارکه میاشت کی قرآن کریم نازل سوی دۍ !
3 د روژې مبارکه میاشت د ثواب نیکۍ اواحسان میاشت ده !
4 د روژې مبارکه میاشت دبخښني ؛ رحمت او دالله تعالی دراضي کېدو میاشت ده !
5 د روژې مبارکه میاشت د دعاګانو اوحاجتونو دقبلېدو لپاره غوره اوبهتره میاشت ده !
6 د روژې مبارکه میاشت دصبر میاشت ده اودصبرثواب جنت دی !
7 د روژې په مبارکه میاشت کي دجنتونو دروازې خلاصي وي اود دوزخونو دروازې بندي وي اوشیطانان په زنځیرانو تړلي وي !
8 د روژې دمبارکي میاشتي روژې نیول فرض دي اوشپه ئې په عبادت تراویح ؛ تهجد ؛ ذکر ؛ تلاوت او استغفار سره ویښول سنت دي !
9 د روژې په مبارکه میاشت کي نفلي عبادتونه دفرضي عبادتونو ثواب لري اوفرضي عبادتونه د اویاوو (۷۰) فرضي عبادتونو ثواب لري !
10د روژې په مبارکه میاشت کي دشبقدر طلبول سنت دي په خاص طور بیا په اخیرو لسو شپو کي اوپه خاص طور بیاپه تاقو شپوکي اوڅوک چي دشبقدر دشپې عبادت وکړي دزرومیاشتو دعبادت ثواب حاصلولای سي !
11 د روژې په مبارکه میاشت کي زیات خیراتونه کول اوخپل فرضي زکات ایستل دنورو میاشتوپه نسبت زیات ثواب لري !
12 د روژې په مبارکه میاشت کي دظاهري اوباطني ګناهونوڅخه ځان ساتل ډیرمُهم دي اوخپله ژبه دغیبت ؛ درواغو ؛ چغلګرۍ ؛ عبث ویلو ؛ سختو خبرو څخه راګرځول او د جنګ جګړو څخه ځان ساتل سخت مهم دي !
13 د روژي په مبارکه میاشت کي خپله ژبه دالله تبارک وتعالی په ذکر د قرآن مجید په تلاوت او د پیغمبر علیه الصلاة والسلام په درود شریف سره مشغوله کول غوره کار دۍ !
14 د روژی مبارکي روژه په لنده او یاوچه خُرماسره اوکه خرمانوي په اوبوسره ماتول اووروسته دعا کول سنت دي !
15 روژه دمسلمانانولپاره داخلاقودسیده والي دترمیم اوتزیین یوه لویه مدرسه ده !
16 روژه ونفس اماره اوشیطان لعین ته چي دمسلمنانو تر ټولو لوی اوبد دښمنان دي شکست ورکوي مردار او ناوړه خواهشات ئې ځپي !
17روژه ومسلمانانوته دصبر اوتحمل تعلیم ورکوي اودسختیيو اوغمونوپه وړاندي ئې دزغم څښتنان ګرځوي
18 روژه ومسلمانانو ته دظاهر اوباطن دسیده والي ؛ رښتینوالي اوصداقت درس ورکوي اوپه خپل ټول ژوندکي ورڅخه درښتینوالي غوښتنه کوي !
19 روژه دمسلمانانو ترمنځ رحمت ؛شفقت ؛ اتفاق ؛ اوتعاون راپیداکوي داځکه چي روژه ومال لرونکو مسلمانانوته دبې وزلو اوناوسه مسلمانانو لوږي ؛ تندي اوبدحالي ورپیاده وي لاس نیوي اوهمکا رۍ ته ئې هڅوي !
20 روژه دمسلمانانو اراده اوعزمت کلک اوغښتلی کوي او دزړه صفاوالي ‌اوقوت دفکر ئې ور ژوندئ کوي !
21 روژه ومسلمانانو ته دټول ژوند ترپایه دنظم اوترتیب ښودنه کوي داځکه چي روژه بالغه مسلمانان مجبوره کوي چي دسفیدو څخه بیا ترلمر لویدو پوري دخوراک ؛ څښاک اوجماع څخه پابنده واوسي اودلمر لويدو څخه پس بیا ترسفیدو پوري آزاد واوسي هم دغه دنظم اوترتیب معنی ده !
22 روژه دمسلمانانو توجه دالله ربّ العزت ولور ته را اړوي اودالله ربّ العزت یادوالي اوذکرته ئې هڅوي !
23 روژه دخوراک دکموالي په سبب دروژاتي مسلمانانو دصحت ضمانت کوي رسول الله صل الله علیه وسلم فرمائلي دي روژه ونیسۍ جوړ به سۍ !
24 روژه مسلمانان دګناه کولوڅخه راګرځوي داځکه چه نفس وږی او یاتږی سي او وځپل سي دبدن ټول اندامونه سترګي ؛ غوږونه ؛ ژبه لاسونه ؛ پښې ؛ اوفرج دګناه شوق اوخواهش نکوي اوکله چه خېټه مړه وي اونفس تر اوتازه وي دبدن ټول اندامونه دګناه ولورته حرکت کوي !

*بخاري شریف ؛* *مسلم شریف ؛*
*ترمذي شریف ؛* *فقه اسلامی* *وادلته ؛* *الموسوعه الفقهیه الکویتیه*

Address

Kandahar
0093

Telephone

+93700316383

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Moy Mubarak Kandahar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to Moy Mubarak Kandahar:

Share