Dr.Kamal Sadat

Dr.Kamal Sadat Politics I am Dr. Kamal Sadat from Khost province. currently I am living in Kabul city. I am medical Doctor.

08/02/2025
کل نفس ذایقته الموتزمونږ ډیر محترم ماما سرمعلم صیب نیاز محمد  نن په حق رسیدلی دی.جنازه به یې نن، فاتحه او وزر به یې تر د...
10/12/2024

کل نفس ذایقته الموت

زمونږ ډیر محترم ماما سرمعلم صیب نیاز محمد نن په حق رسیدلی دی.
جنازه به یې نن، فاتحه او وزر به یې تر دریو ورځو پورې زمونږ په خټکي کلي بهادر خان په جومات کې ترسره کیږي.
………………………………………………………………

ارواښاد الحاج بهادرخان پلار.

شهید الحاج عاشور محمد ،الحاج امر صیب فاتح محمد ، الحاج ګل محمد او الحاج وزیر محمد وروڼه

عادل محمد ،انجینر راز محمد ،مدیر لایق محمد، عطا محمد، ژورنالست فدا محمد او انجینر ظاهر محمد زامن

حاجي فیض محمد، بیت الله، عصمت الله،سید محمد ،د پوستکي نارغیو متخصص ډاکټر عنایت الله عاشورزی ،انجینر فریدالله،دکتور پاڅون څپاند ،انجینر صدیق الله، انجینر خیات الله ،سباوون او ډاکټر بصیرالله، ورارونه

ارواښاد سردار محمد، شهید ډګروال نظر محمد، سرښوونکی نور محمد ،انجینر میر احمد ، ارواښاد مدیر مبارک شاه، برکت شاه ، سیدانور شاه ،دلاورشاه ،ارواښاد محمد سرور، محمد عزیز، عبدالعزیز، شهید محمد افضل خان، حاجي قسمت الله ، مطیع الله او حاجي لطیف د تره زامن

ارواښاد الحاج انجنیر محمد انور او انحنیر نورهادي جان اوښي

انور سادات، میرویس خان، ډاکټر جمال سادت، د اطلاعاتو کلتور پخوانی وزیر او د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادت، په افغانستان کې د ډیوه راډیو پخوانی مسول انجنیر حقمل سادات، انجنیر رحیم هادي، انجنیر نصیب هادي، یسین هادي او سلیم هادي خوریونه

ارواښاد نور علي جان او ارواښاد مامور جان اوښي

طاهر او استاد پایګل بجاګان

حاجي ګل باد شاه ، ارواښاد مخترین ګل، ارواښاد بخترین ګل او ارواښاد حاجي نور بادشاه ماماګان

ډاکتر سید روف ، محمد ذاهد ،افضل ،فضل الرحیم ، سید ملوک ،حاجي قسمت او خیات ګل ،نږدې دوستان

د سرښوونکي ارواښاد نیاز محمد د مړینې له امله، ټولو ملګرو، خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکوو، چې د ارواښاد جنازه نن سه شنبه د قوس میاشتې په (۲۰) تاریخ په ۱۱:۳۰ بجه په خپله پلارنۍ هدیره (څارن کوټ ته څیرمه) په ګیدړې هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي او فاتحه یې د دریو ورځو لپاره د متون خټکي کلي ارواښاد بهادر خان جومات کې اخستل کیږی.

خدای پاک د زمونږ تاسو ټول وفات شوي وبښي او رب د ټول جنتونه ورنصیب کړي.
آمین

انا لله و انا الیه راجعون

04/12/2024
30/11/2024

د قوم لپاره : د قوم په لاره

په د وروستیو کې په اسلام اباد کې چې د PTI له لورې کومې مظاهرې وشوې په هغې څینې کسان ووژل شول او ډیر خلک نیول شوي هم دي. له ماسره چې له اسلام اباد، پیښور او نورو سیمو کومو افغانانو تماسونه ونیول دوی وه ویل چې د کورنیو نارینا یې په بیلا بیلو سیمو کې نیول شوي دي او دوی سخت ورخطا دي، چې له کومو ادارو سره دي او تراوسه یې هيڅ احوال نلري او هیڅ اړیکې یې وریره نشته.
نو په د اساس مونږ له اسلام اباده، له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نورو ادرو غوښتنه کوو، چې هلته د افغان مهاجرو پوښتنه وکړي او نیول شوي، بې ګناه افغانان هرڅومره زر چې وي خوشي کړي.
درنښت

تعلیم به ښځینه او نارینه فرض دی.که ځوګ پدې کې هغه دغه کوي، له اسلامي اصولو او بشري حقونو په څنګ روان دي. رب ذدني علما
26/08/2024

تعلیم به ښځینه او نارینه فرض دی.
که ځوګ پدې کې هغه دغه کوي، له اسلامي اصولو او بشري حقونو په څنګ روان دي.

رب ذدني علما

مبارک مو شهدولسم اګست د ځوانانو نړیواله ورځ د ټولو (نارینه او ښځینه) ځوانانو ته مبارک وي. درنو ځوانانو تاسو زما دغه خبرې...
12/08/2024

مبارک مو شه

دولسم اګست د ځوانانو نړیواله ورځ د ټولو (نارینه او ښځینه) ځوانانو ته مبارک وي.

درنو ځوانانو تاسو زما دغه خبرې ښه په غور سره ولولي او عمل پرې وکړی، ترڅو د ژوند ارمانونو ته ورسبږی.

هرڅومره چې له مشکلاتو، ستونزو، ناکامیو، بې کسی، غریبی ، مفلسی، بې کاری، تاچاری، بې وطنی، مسافری او په لنډ ډول چې له هر خیل ستونزو سره مخ شی، همت به نه بایلې او لاډیر به ځانونه قوي بولی، ځکه چې تاسو خپله چې له ستونزو ځان استلی او پرمختګ کولی شی، بل هيڅوګ هومره مرسته نشي درسره کولی، ځکه خو دا شعر تل په یاد وساتی او همیش یې له ځان سره زمزمه کړی.

که فلک د د زمري په خوله کې ورکا :: د زمري په خوله کې مه پریږده همت

له ټولو ځوانانو مې په درنښت غوښتنه دا دی، چې تل د پرمختګونو په فکر او لټه کې شی او کله هم ځان کمزوری احساس نکړي. هر څه شونې دي او هر څه ترلاسه کیدای شي، خو چې په فولادي هوډ سره وي.
نو په د اساس دغه شعر مو هم هیر نشي او هر وخت یې له ځان سره ووایي، تازه وینه (Fresh BLOOLD) او نوی فکر (Fresh MIND) در کوي.

چې غوټې پسې وهي په لاس به درشي :: چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته

قدرمنو ځوانانو!
تل ښه فکرونه او لوړ پلانونه ولری. همیش د سترو سترو او لویو مرحلو په فکر کې اوسی. واړه فکرونه مو واړه کوي او لوړ فکرونه مو تر لوړو رسوي.
پر د بنیاد دا شعر به هم ټکی په ټکی درسره حفظ کړی او همیش همیش یې له ځان سره ووایاست.

څو چې د وس وي په لوی دریاب کې ګرځه :: په ویاله کې د زوال وینم نهنګه

هیله ده، چې زما دغه نیکې او خورا ګټورې مشورې درسره ومنی او خپلو ملګرو سه یې هم شریک کړی. باور لرم، چې پدې سره به مو ژوند هغسې بریالی او ښکلی شي، چې تاسو یې خیالي خوبونه لیدل.

یادونه:- ما چې ترکومه بریده ځان رسولی دی، د همدې دریو پیاوړو شعرونو له برکته.
د زړه راز مې دسره شریک کړ، د زړه راز خلک له هغه چا سره شریک کوي، چې ځان ته یې نیږدې بولي او په پرمختګ یې خوشحالیږي. هغه تاسو قدرمن یاستی.
درنښت او خلوص

اې ځوانیمرګه د لوی افغانستان ملي شهیده!ګیلامان وزیر صیبه! کمزوري خلک، ډارن قومونه، بېغرته ولسونه ژړاګانې، ویر، غندنې، مظ...
11/07/2024

اې ځوانیمرګه د لوی افغانستان ملي شهیده!
ګیلامان وزیر صیبه!

کمزوري خلک، ډارن قومونه، بېغرته ولسونه ژړاګانې، ویر، غندنې، مظاهرې، جنازې او د مایوسی دعاګانې کوي.
مونږ پښتنو تل همداسې کړي دي.
………………………………………………………………
د پښتون قوم درنو ولسونو او قومونو!

دا چې شهید ګیلامان وزیر زما ستا په خاطر د خپلې خاوري او د ولسونو د حقونو لپاره خپله جانانه ځواني قربان کړه نو دا زمونږ او ستاسو مسولیت، رسالت او د شهید حق هم جوړیږي، چې د دغې پښتون شهید او غیرتي ځوانیمرګ له ویرجنې سپین سري مور جانې، وړو وړو بجیو یتیمانو او ویرلړلي کورنی سره د ملي او انساني خواخوږی په اساس لاس یوسو او مرستې ورسره وکړو.

هلته په زرګونو زرګونو پښتانه مبارزین لګیا دي، د ملي ځوانیمرګ شهید د جنازې او فاتحې مراسمو برابر وي او د پښتونوالی خپل مسولیت ترسره کوي، راځی چې مصیبت ته تسلیم نشو (غام به هم کوو پام به هم کوو) او هرڅوګ په خپل خپل ځای کې بامسولیته قدم پورته کړو او د دغې اتل شهید د کورنی او ماشومانو لپاره هر څومره مو چې په وس او توان کې وي مرستې او کمک وکړو، ترڅو مونږ تاسو هم خپل ملي انساني او د پښتونوالی مسولیت ترسره کړی وي.
خدای د دې لوی افغانستان دغې ارمانجن شهید ګیلامان وزیر ته ټول جنتونه او په جنتونو کې لوړې درجې ورنصیب کړي.

اروا یې ښاده
د میړانې تاریخ به یې تل ژوندی وي

We are civil activists fundraising for Gilaman Wazir, a Pasht… Atal Pashtoon needs your support for Donate to Shaheed Gilaman Wazir's Family Children and Legacy

03/07/2024

دا سمه خبره ده، چې باید ټولې ملي او کورنی مسلې د ملي تفاهم له لارې د کور دننه حل شي. خو چې وروڼه او هیوادوال په خپله خپل کور کې نه سره جوړیږي ، بیا نو پردیو ته موقع په لاس ورشي هر ډول یې چې خوښه مداخلې کوي، وروڼه هیوادوال په خپل مینځ کې سره جنګوي او خپلو اهدافوًته ځانونه رسوي، لکه دا نیمه پیړی چې افغانان په خپلو کې نه سره جوړیږي، پردي مداهلې کوي او د پردیو ګټو لپاره یې په میلیونونو میلیونونو سره ووژل. اوس هم ورته فصه روانه ده. همداسې دی کنه!

د هند په بریا ریښتیا هم چې خفه شوم.هند د کرکټ ورلډ کپ (نړیوال جام) وګاټههند په هند کې زمونږ تاریخې ځایونه (لرغوني اثار) ...
29/06/2024

د هند په بریا ریښتیا هم چې خفه شوم.

هند د کرکټ ورلډ کپ (نړیوال جام) وګاټه

هند په هند کې زمونږ تاریخې ځایونه (لرغوني اثار) ورانوي او هلته زمونږ د واکمنی پرمهال د نومول شوو لارو کوڅو، او لرغونو ودانیو نومونه بدلوي او اوس خپل هندي نومونه پرې ایږدي.
هو دا مو حق دی، چې د خپلو پلرونو او نیکونو کارنامې او تاریخونه وژغورو او ساتنه یې وکړو.
د چا چې تاریخ او کلتور ورک شي (نه وي) هغه قوم ورک شي.
راځی چې د خپلو لرغونو اثارو، تاریخ او د پلرونو نیکونو د سلګونو زرو شهیدانو د وینو په بدل کې د ګټل شوي تاریخ ساتنه وکړو.

د کرکټ درنو شوقیانو!!!
نابلده احساسات مو کنترول کړی، همدا یې ښه موقع ده، چې د هند مسولینو ته خپل رسا غږ ورورسوو او د خپل تاریخ او کلتور ساتنه وکړو.
درنښت


لنډ مهالی پوسټ

Address

Kabul

Telephone

+93700145050

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Kamal Sadat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to Dr.Kamal Sadat:

Share