Pashto information

Pashto information دغه يو معلوماتي پاڼه ده

د افغانستان کرکټ ملي ستوری راشد خان ته د واده مبارکي وایم!ښاغلې خان ویلی "له هغه چا سره مي د ژوند تار وتړله کوم چې راته ...
12/11/2025

د افغانستان کرکټ ملي ستوری راشد خان ته د واده مبارکي وایم!
ښاغلې خان ویلی "له هغه چا سره مي د ژوند تار وتړله کوم چې راته مینه راکوي تل می ملتیا کوي زه یې په څنګ کې د امن او ارامتیا احساس کوم تل می دغه ارمان درلود" بالکل د ګډ ژوند اصل همدا دی کوم چې ښاغلې خان وویل.
د کومو غلطو رواجونو د لاسه چې د پښتنو پیغلو او ځوانانو ژوند تریخ دی باید نور بدل شي.
"ژوند د هغو ده چې ګډ یې پیلوي سختۍ او زحمت یې دوی دواړه په اوږه وړي ، نه د نورو خلکو"
ښاغلی خان نوی ژوند مو نیکمرغه



د افغانستان پوهنې وزارت په ٣٤ ولایتونو کې په زیات شمیر کادری بستونه اعلان ته سپارلی ديهغه کاندیدان چې په شرایطو برابر وي...
25/09/2025

د افغانستان پوهنې وزارت په ٣٤ ولایتونو کې په زیات شمیر کادری بستونه اعلان ته سپارلی دي
هغه کاندیدان چې په شرایطو برابر وي کولی شئ اړوند ولسوالۍ معارف آمریت ته د فورم ډکولو په خاطر مراجعه وکړئ
د بستونو کتلو لپاره لاندې لینک باندي کلیک وکړئ
https://drive.google.com/file/d/1QOgZOgxoUadI71acsALzmfrs0VtbDiXL/view?usp=drivesdk

اطلاعیه وزارت معارف!

به منظور جذب کادرهای علمی واجد شرایط، تکمیل بست های خالی و تطبیق بهتر برنامه های تربیه معلم و انکشاف مسلکی، وزارت معارف در نظر دارد این بار (718) بست خالی تیم‌های تربیه معلم و انکشاف مسلکی معلمان ولایات بابت سال ۱۴۴۷ -۱۴۰۴ را به اعلان بسپارد؛

برای دیدن بست ها به لینک ذیل کلیک کیند
https://drive.google.com/file/d/1QOgZOgxoUadI71acsALzmfrs0VtbDiXL/view?usp=drivesdk

شرایط این بست ها- د بستونو شرایط
در کمنت همین پوست

06/09/2025

د ١٤٠٤ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو دویم ظرفیت پایلې!.....
نتایج ظرفیت دوم امتحانات کانکور عمومی، مدارس دینی، پوهنځی های شبانه و اقوام و قبایل!

د ځمکيزو خوځښتونو خبرداری – د خلکو او ادارو د پام وړپه وروستیو اونیو کې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې د ځ...
04/09/2025

د ځمکيزو خوځښتونو خبرداری – د خلکو او ادارو د پام وړ

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې د ځمکې د خوځښتونو او ګسلونو (ځمکني درزونو) په اړه د زلزله‌پېژندنې متخصصینو اندېښنې زیاتې شوې دي. د چمن او کنړ ګسلونه د سیمې هغه فعالې کرښې دي چې د نړیوالو څېړنو له مخې د هند، یوریشیا او عربي پلیټونو د ټکر په سیمه کې پراته دي. د همدې جغرافیایي ځانګړتیا له امله، دغه ځایونه د زلزلو او پس‌لرزو د ډېرېدونکي خطر تر سیوري لاندې دي.

ولې باید جدي ونیول شي؟

زلزلې د انسان له کنټرول بهر طبیعي پېښې دي، خو د اغېزو د کمولو لپاره یې د چمتووالي کچه مهمه ده.

هره قوي زلزله کولی شي د کورونو، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو ته ستر زیانونه ورسوي.

د پس‌لرزو لړۍ کېدای شي د اصلي زلزلې تر شاوخوا څو میاشتو دوام وکړي.

څه باید وشي؟

1. د خلکو عامه پوهاوی:
– د زلزلې په وخت کې د ځان ساتنې اساسي اصول خلکو ته ور زده شي: لاندې کېناستل، پناه اخیستل او ټینګ نیول.

2. د حکومت او موسسو مسوولیتونه:
– د عاجل حالاتو د پلان جوړول.
– د نازکو ودانیو او ښوونځیو د خوندي کولو سروې.
– د ژغورنې ټیمونو او روغتیایي مرکزونو د چمتووالي زیاتول.

3. د ټولنې رول:
– د کورنۍ دننه د بیړني پلان جوړول (د وتلو لارې، د اړینو توکو کڅوړه).
– د محلي چارواکو لارښوونې تعقیبول.

پایله

دا ډول پیښې او تحرکات باید فزیک پوهانو، جیولوجستانو او تخنیکي متخصصینو ته پرېښودل شي چې علمي څېړنې وکړي. خو د خلکو، حکومت او موسسو پر غاړه ده چې د احتیاط، پوهاوي او عملي چمتووالي له لارې د احتمالي خطرونو اغېز راکم کړي.

یوه وړه هڅه د ډېرو ژوندونو ژغورنه ده.

شاوخوا ٩ نیمی بجې زلزلی د افغانستان ختیځ ولایتونه، کابل او یو شمیر نور ولایتونه او همدارنګه د خیبرپښتونخوا ځینې سیمی یوي...
04/09/2025

شاوخوا ٩ نیمی بجې زلزلی د افغانستان ختیځ ولایتونه، کابل او یو شمیر نور ولایتونه او همدارنګه د خیبرپښتونخوا ځینې سیمی یوي شدیدي ولړځولې چې ورستی جټکې اوس هم دوام لري دغه زلزله د ریختر په کچه 4.5 اټکل شوی چې مرکز د زلزلی د ننګرهار خیوه ولسوالی یاد شوی، د کنړ نورګل او ځینې نور ولسوالۍ د ننګرهار دره نور ولسوالی څخه راپورونه دا دي چې کورونه نړیدلی دي الله دي ورحمیږي
خلکو ته پکار ده چې د خطر لرونکو ودانیو څخه لیری ووسي شین اسمان لاندی دي پاتی شي ځکه خدای مه کړه زموږ دردیدلی ولس نور هم ژوبل نه شي.

دا غږ بدرګه کړئګرانه افغان ولسه: د امريکا د جيولوجيکي سروې (USGS) او د GFZ د معلوماتو له مخې، افغانستان د زلزلو په فعال ...
04/09/2025

دا غږ بدرګه کړئ
ګرانه افغان ولسه:
د امريکا د جيولوجيکي سروې (USGS) او د GFZ د معلوماتو له مخې، افغانستان د زلزلو په فعال کمربند کې پروت دی، چېرته چې د هند پلېټ له یورېشیا پلېټ سره ټکر کوي او هر کال څو سانتي متره خوځېږي. جیولوجستان دا بهیر ښه پېژني.
د افغانستان د همدې موقعيت له امله، ختيځ ولايتونه چې کابل پکې شامل دی، سوېل ختيځې سيمې، همدارنګه د پاکستان د کوټې او چمن سیمې، او د افغانستان شمال لوېديځ ولايتونه ډېر د خطر لاندې دي. د راتلونکو کلونو لپاره اټکل کېږي چې دغه سيمې د نويو زلزلو له امله د ستر ګواښ سره به مخ شي.
څيړونکي وايي چې په افغانستان کې خلک بايد د لرګي کورونه جوړ کړي، او که نه نو حکومت بايد د زلزلې پر وړاندې د مقاومت وړ د کورونو لپاره معیاري ودانیز اصول وضع کړي.
ټولی کلی ساحې باید و ارزوي د کلیو خرب موقعیتونه په ګوته کړی ډیر خرابو ځایونو څخه دی خلک وویستل شي بیخې او لږ مناسب ځایونو کې باید معیاری کورونه جوړ کړل شي تر څو د داسې لویو غمیزو پر وړاندی مو یوه اماده ګی نیولی وسیږي.
خصوصا ورسته پاتی ولایتونه، غرنیزی ولسوالۍ او دری چې ټوله کورونه یې په پخوانی سیستم جوړ دي یا هم خام دي باید ورته یوه پالیسی جوړه شي چې بیرته په معیاری ډول ورغول شي
موږ او تاسی افغانان یو مرض لرو هغه دا چې غریب یم وسه می نشته، نو خوشحاله یې چې سبا دی کور درباندی نړیدلی وي او ته لاندی پروت یې باید یو څه سخته پرځان ومنل شي.
حکومت ته اوسمهال ډیر چلنجونه شته، رسمیت یې نشته په نړبواله سطحه، کډوال ورته په غاړی دي، له خپلو خلکو سره خوابدي دي طبعې افتونه پری روان دي زلزلی شدیدې دي بودیجه نشته کاروبار تجارت ټول په صفر دی تعلیمونو پر سره ناندرې دي کومه چې ډیره اړتیا ده ټوله یې محسوسو حکومت باید یو څه نرم شي د اړتیا وړ کادرونو شخصیتونو ته ځای ورکړی د خلکو نظریات واوری په ګډه یو موټي توګه د ټولو ننګونو پروړاندی اقدامات وکړي اوسمهال
هوښیار ملتونه لکه جاپان او امریکا د ۶.۳ درجې زلزلې پر مهال ډېر تلفات نه ویني، ځکه چې هغوی د ودانۍ سخت او معیاري اصول مراعتوي، د سیلابونو خطر یې سنجولی او اماده ګی ورته لري موږ هم باید لاس په کار شو
په درنښت
سرچینه: ډاکټر C.K.I.، د جيولوجۍ پوهنځي مشر څېړونکی، د مالایا پوهنتون، کوالالمپور

د زلزلې اصل څه دی؟زلزله هغه وخت پېښېږي چې د ځمکې لاندې د تیږو (Plate Tectonics) یا لویو تختو ترمنځ فشار ډېر شي او ناڅاپه...
01/09/2025

د زلزلې اصل څه دی؟
زلزله هغه وخت پېښېږي چې د ځمکې لاندې د تیږو (Plate Tectonics) یا لویو تختو ترمنځ فشار ډېر شي او ناڅاپه سره وخوځي. د دې خوځښت پر مهال ډېره انرژي خوشې کېږي، چې د ځمکې پر سطحه د ټکانونو په بڼه ښکاري.

د زلزلې وروسته ولې نور ټکانونه راځي؟
کله چې اصلي یا "زوروره" زلزله وشي، نو ټوله انرژي په یوه وار نه مصرفېږي. لا هم د ځمکې لاندې په تیږو، درزونو او ګسلو کې یوه اندازه انرژي پاتې وي.
دغه پاتې انرژي ورو ـ ورو خوشې کېږي چې د کوچنیو ټکانونو (Aftershocks) لامل ګرځي.
دا ټکانونه عموماً د اصلي زلزلې په پرتله کمزوري وي موخه یې دا ده چې ځمکه بېرته خپل طبیعي توازن ته راشي.

خوندیتوب
د زلزلی ورسته د ټکانونه د لومړنی زلزلی شدت پوری اړه لري څومره چې زلزله شدیده وي ټکانونه یې ممکن ورځ، دوه ورځې او یا هم یوه ونۍ دوام وکړي چې باید لاندی نکات په پام کې ونیول شي
1. تر څو چې ټکانونه خلاص شوي نه وي په خوندي سیمو کې پاتی شئ.
2. نړیدلی او تخریب شویو ودانیو ته نژدی مه ورځئ ممکن چپه شي
3. کوښښ وکړئ په ازاده فضا کې پاتی شئ چې د ودانیو له غورځیدو څخه په امن ووسئ

ستا له اخلاصه قربان شم د وطن ملالی پاک نیت او اخلاص مهم دی ولوکه هغه پینځه افغانی هم ووسي الله به یې درته لس چنده کړي
01/09/2025

ستا له اخلاصه قربان شم
د وطن ملالی
پاک نیت او اخلاص مهم دی ولوکه هغه پینځه افغانی هم ووسي الله به یې درته لس چنده کړي

01/09/2025

د لیکلو وسه نلرم
الله دي پر موږ ورحمیږي
کنړه!!!
په غم دی غمجن یو
ټولو شهیدانو ته د الله جل جلا له له درباره جنت الفردوس غواړم او زخمیانو ته عاجله شفا د الله له درباره غواړم
#کنړ
#زلزله

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپ...
28/08/2025

دویم ظرفیت ته نوملیکنه!
د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اقوام او قبایل ازموینو ګډونوال کولی شي په خپلو اړوندو څانګو کې د امارتي پوهنتونونو او طبي علومو انسټیټوټونو خالي ظرفیت ته نوملیکنه وکړي!
١- هر ګډون کوونکی د خپلې ازموینې سره سم د خپلې کوډرشتې څخه کولی شي ۵ انتخابه وکړي.
٢- ګډونوال چې مخکې کومو تحصیلي څانګو ته ورپېژندل شوي، دویم ظرفیت ته نوملکنه نه شي کولی.
ګډونوال به د ټاکلي ظرفیت سره سم د لوړو نمرو پر بنسټ تحصیلي څانګو ته وروپېژندل شي.
د خالي ظرفیت کوډرشته په لینک کې شتون لري!
نوملیکنې لپاره لینک خلاص کړئ!
https://nexa.gov.af/ps/zarfeyat2-reg
ثبت نام برای ظرفیت دوم!
اشتراک کننده گان امتحانات کانکور عمومی، مدارس دینی، شبانه و اقوام و قبایل ۱۴۰۴ می توانند در بخش های مربوطه خویش برای ظرفیت های خالی در پوهنتون های امارتی و انستیتوت های علوم صحی ثبت نام نمایند!
١- هر داوطلب مطابق بخش خویش از کودرشتهٔ مربوطه شان ۵ انتخاب کرده می توانند.
٢- داوطلبان که قبلاً به کدام رشته تحصیلی معرفی گردیده، برای ظرفیت دوم ثبت نام کرده نمی توانند.
اشتراک کننده گان با در نظرداشت ظرفیت معین، بر اساس نمرات بلند به رشته های تحصیلی انتخاب شده، معرفی می شود.
کودرشتهٔ بخش های مربوطه در لینک موجود است!
برای ثبت نام لینک را باز نمائید!
https://nexa.gov.af/ps/zarfeyat2-reg

د ازادۍ د بیرته ترلاسه کولو ١٠٦ مه کلیزه د ټولو افغانانو مبارک شه!دغه ورځ د هر افغان لپاره ډیر با ارزښته دی او د افغانست...
19/08/2025

د ازادۍ د بیرته ترلاسه کولو ١٠٦ مه کلیزه د ټولو افغانانو مبارک شه!
دغه ورځ د هر افغان لپاره ډیر با ارزښته دی او د افغانستان یو ژوندۍ تاریخ دی چې باید هر ځوان تري خبر وي او هغه غلطې مفکوری چې د پردیو استخباراتی ادارو له خوا رامینځته شوی دي هغوی خپل دغه ماته نشي زغملی غواړی په مختلفو لارو د ځوانانو مفکوری خرابی کړي پري باور ونه کړي.
ټولو ځوانانو څخه هیله ده د دغې ورځې اړوند تاریخ ولولي او ځان پري پوهه کړي














14/08/2025

د دلوالي پشتو ترجمه شوی فلم یوه شارټ کلیپ
ايا دا فلم مو لیدلی؟

#बॉलीवुड #हिंदी_सिनेमा #भारतीय_फिल्में #बॉलीवुड_स्टार्स #फिल्मी_दुनिया #सिनेमा_हॉल #फिल्म_रिव्यू #मनोरंजन #गाने #सुपरहिट_मूवी
#बॉलीवुड #हिंदी_सिनेमा #भारतीय_फिल्में #बॉलीवुड_स्टार्स #फिल्मी_दुनिया #सिनेमा_हॉल #फिल्म_रिव्यू #मनोरंजन #गाने #सुपरहिट_मूव

Address

33, 23
Kabul
1053

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to Pashto information:

Share