فکری پوهنځی

فکری پوهنځی فکري پوهنځی د اسلامي امت د مجد او ویاړلي تاریخ د اعادې او فکري روزنې پیاوړی مرکز
(1)

په پلازمېنه کابل کې نوی جوړ شوی جومات❤
24/07/2026

په پلازمېنه کابل کې نوی جوړ شوی جومات❤

04/07/2026

په وړو کیسو او کوچنیو تخطیو مو ذهنونه مه خرابوئ! ستاسو څخه د ډیرو لویو کارونو د ترسره کولو تمه کیږي. همدا تاسو رهبران یاست، همدا تاسو د دغه ناچاره او بې یاره ولس د غوښتنو مرجع یاست.
شور او افسوس، آه او فغان مکوئ! تاسو سره نه ښایي.
شاکر

30/06/2026

د تورې او قلم خاوندانو ته!

پخوا زمانو کې هېوادونو او نظامونو تر هر چا ډیر د تورو او قلمونو خاوندانو ته ارزښت ورکاوه.

زړور جنګیالي، لیکوالان، شاعران او پوهان په ټولنیز مقام او مادي ملاتړ کې تر ډېرو نورو مسلکونو، آن تر طبابت هم لوړ ګڼل کېدل.

دا ځکه چې هغوی پوهېدل، همدا دوه ډلې خلک د هېواد د امنیت او ثبات اساسي ستنې دي. د تورې خاوندان د هېواد د خاورې او خپلواکۍ د دفاع ځواک لري او د قلم خاوندان د هېواد د نوم، عزت، فکر او حیثیت ساتونکي دي.

که د هېواد خاوره او ښه نوم خوندي وي، هېواد هم خوندي پاتې کېږي؛ خو که له دغو دوو وزرونو څخه یو کمزوری شي؛ نو هېواد هم کمزوری کېږي او د زوال پر لور ځي.

که څه هم د وخت په تېرېدو د جګړې بڼې او د دولتونو د ادارې لارې بدلې شوې دي؛ خو مګر که د هېوادونو د ساتنې یا له لاسه تلو عوامل وڅېړو، بیا هم په لویه کچه د همدې دوو ډلو له ځواک او کار سره تړاو لري.

نن که د تورې ځای د ټوپک، الوتکې، بې‌پیلوټه الوتکې، یا برېښنايي او سایبري وسایلو بڼه غوره کړې؛ خو بیا هم توره ده. همدارنګه که د قلم ځای د ویډیو، غږیزو خپرونو، لیکنو، کتابونو، پروګرامونو، رسنیو، فلمونو او نورو معاصرو وسیلو بڼه خپله کړې؛ خو بیا هم قلم دی.

بناء د تورې او قلم ارزښت وپېژنئ او وګورئ چې تاسې د دې دواړو له کومې برخې سره تړاو لرئ؛ ځکه د ګران نظام او خوږ هېواد د ځواک، عزت او راتلونکي مهمه برخه همدلته نغښتې ده.
شاکر

28/06/2026

جومات کې ملا صاحب تقریر کې ویل: داسې وخت هم تیر شوی، چې دا نړۍ د ناپوهۍ په تورو تیارو کې ډوبه وه، د جبر او وحشت اور یې په سینه بل و، ناپوهي او جهل حاکم و، انسانیت او حیوانیت سره یو وو، چې اسلامي تمدن د علم ستوري وځلول د ارام مینې او ورورولۍ باران یې ووریدی او علم، پوهې او کمال سیوری یې خور کړ؛ پس له هغې د انسانیت او حیوانیت ترمنځ توپیر وشو.

28/06/2026

یو وخت و، له اندلسه تر سمرقنده، له بغداد څخه تر قاهرې او له دمشقه نه تر بخارا پورې د اسلامي تمدن رڼا خپره وه. مدارس، مکاتب، خانقاووې، جوماتونه، لښکرونه، پوهنتونونه، روغتونونه، کتابتونونه، رصدخانې او ستر علمي مرکزونه د همدې خوار امت د ستر عظمت شاهدان وو.

26/06/2026

حسد برکت ختموي، زړه توروي او د انسان سکون له منځه وړي.
استاد اسامه جوهري

26/06/2026

یوازې په منځني ختیځ یا لودیځه اسیا (پخواني شام یا جزيرة العرب یا عراق یا فارس یا خراسان) کې ۵۳ زره رسمي چینلونه دي، چې یوازې او یوازې د دیني علماوو د سپکاوي لپاره ۲۴ ساعته نړیوال فعالیت کوي.

26/06/2026

استغفر الله!
هغه چې د ټولو بدبختیو او مشکلاتو پړه په ملا او دیني کهول ور اچوي؛ هغوی په غرب کې له حیواناتو سره په جنسي اړیکو لرلو بندیان دي.

26/06/2026

د پښتو په جهالت ولاړ متل
استاد اسامه جوهري

حجاب د مؤمنو افغانو خويندو ديني او کلتوري حق دی، هېڅوک د دې حق د سپکاوي او تروړلو حق نه لري، او نه چاته دا حق ورکوو، د ه...
09/06/2026

حجاب د مؤمنو افغانو خويندو ديني او کلتوري حق دی، هېڅوک د دې حق د سپکاوي او تروړلو حق نه لري، او نه چاته دا حق ورکوو، د همدې حق په دفاع کې ميلونونه شازلمي له خپلو شيرينو ځوانيو تېر شوي دي.
#حجاب

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when فکری پوهنځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share