22/12/2022
الدین النصیحة
د ښځینه وو پر مخ د ا.ا د سرپرستې کابینې لخوا د تعلیم بندیدو او پوهنتونو، مدرسو، مکتبو او ټولو تعلیمي مراکزو تړل، یوه خواشینوونکې او دردوونکې پرېکړه ده چې شرعي، وطني او ولسي ستر مصلحتونه په کلکه ګواښي او ولس پدې حساس پړاو کې چې وحدت، تماسک، یو موټي توب او هر اړخیزې خواخوږۍ ته شدیده اړتیا لري، د مایوسیت او داخلي کشمکش یو بل بحران ته بیایي. د ښځینه وو پرمخ د ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونو دروازې تړلو سره په ملت کې یو لوی غم او خفګان را منځ ته شوی چې پدې کار سره د ملت او نظام ترمنځ واټن زیاتیږي.پدې کارسره د نظام په اړه د خلکو په زړو کې کرکه، نفرت او مخالفتونه را ولاړیږي.داسې پرېکړې د لوړو زده کړو سکتور او نهادونو اعتبار او د خلکو اعتماد زيانمنوي او د کادرونو فرار ته لار خلاصوي.
او ددې کار لامله دا اوس اوس په اولس کې درځونه روان دي، استادان استعفاوې ورکوي، محصلان امتحانونه نه ورکوي، او بالآخره د یو لوی مدني عصیان وېره ده چې د افغانانو ژوند به نور هم تریخ کړي.
بنا پر دې جمعیت اصلاح د خپل دیني او ملي مسؤولیت او د نصیحت د فریضې له مخې د ا.ا پر مسؤولینو غږ کوي څو:
1_ د ښځو د تعلیم د بندېدو پرېکړه بېرته واخلي او له دې امله پیداشوي د غم غوسې حالت ته دې په عاجله توګه د پای ټکی کېږدي
2_ که د نجونو د تعلیم په بڼه کې اسلامی ا. کومه شرعي ستونزه ویني نو د حاکم په ډول پرې لازمه ده چې ستونزه حل کړي او د شریعت په چوکات کې ورته ټول شرایط او سهولتونه برابرکړي.
3_ د مسلمانانو په عامه قضایاوو کې باید د مختلفو علماوو کرامو، پوهانو او متخصصینو رأیه او نظر واخیستل شي او کوم نظر چې د اکثریت لخوا د دین، وطن او ولس په مصلحت وګڼل شي هغه دې د عمل مبنی وګرځوي.
جمعیت اصلاح افغانستان
۲۸\۵\۱۴۴۴
۱\۱۰\۱۴۰۱