اسلام او مسلمانان Islam and Muslims

اسلام او مسلمانان  Islam and Muslims Islam and Muslims is a religious dawah program which's main goal is to let people know about Islam a

یاالله د افغانستان ټول مظلوم ولس ته هغه څه پېښ کړې چې خیر مو پکې وي.یاالله برای مردم مظلوم افغانستان هر آن چیزی که در آن...
14/08/2021

یاالله د افغانستان ټول مظلوم ولس ته هغه څه پېښ کړې چې خیر مو پکې وي.

یاالله برای مردم مظلوم افغانستان هر آن چیزی که در آن خیر مان باشد ناءل کن.

د نړۍ هر انسان حتما په يو له دريو لارو روان دی. 1- انعمت عليهم2- مغضوب عليهم3- ضالينپه انعمت عليهم لاره تګ د عقيدې له عل...
12/08/2021

د نړۍ هر انسان حتما په يو له دريو لارو روان دی.
1- انعمت عليهم
2- مغضوب عليهم
3- ضالين
په انعمت عليهم لاره تګ د عقيدې له علم او تربيت پرته نا ممکن دی, نو ځکه قران, وحې او اسلام پيل په اقراء سره شوی دی او بيا يې د دې لارې تاکيد او اقرار په هر رکعت کې راباندې فرض کړی دی.

18/07/2021

هیله ده هیڅوک هم تری بی برخی نشي!!!

که غواړې چې کله هم لمونځ درڅخه قضا نشي, ځان پوه کړه چې:1-لمونځ څومره مهم عبادت دی؟ 2-او ولې دومره مهم عبادت دی؟نو رازی و...
24/06/2021

که غواړې چې کله هم لمونځ درڅخه قضا نشي, ځان پوه کړه چې:
1-لمونځ څومره مهم عبادت دی؟
2-او ولې دومره مهم عبادت دی؟
نو رازی ورونو او خویندو تر څو له زان سره دا هوډ وکړو چې له دې شېبې څخه ورسته به هېڅ لمونځ نه قضا کوو او تر سنګ به یې له الله تعالی څخه د مغفرت دعاګانې غواړو.

رسوالله(ص) فرمایلي:چا چې پر ما باندې یو ځل درود وویلو نو الله تعالی به په هغۀ باندې لس ځله رحمت اوليږی.حضرت عبدالله بن ع...
19/06/2021

رسوالله(ص) فرمایلي:چا چې پر ما باندې یو ځل درود وویلو نو الله تعالی به په هغۀ باندې لس ځله رحمت اوليږی.
حضرت عبدالله بن عمرو(رض) فرمایی چې کوم سړی په حضور(ص) باندې یو ځل درود اووائی الله تعالی په هغه باندې اویا(۷۰) رحمتونه راليږی او فرشتې هم اویا ځله د مغفرت دعاګانې کوي.
نو رازی چې د خپل وس مطابق پر خپل ګران پیغمبر(ص)باندی درود ووایو او د ثواب مسحقين شو.

د محمد (ص) د امت د غوره والي په اړه یوه لنډه قصه:په یوه روایت کې راځي چې موسی (ع) له الله سبحانه وتعالی څخه د محمد(ص) د ...
12/06/2021

د محمد (ص) د امت د غوره والي په اړه یوه لنډه قصه:
په یوه روایت کې راځي چې موسی (ع) له الله سبحانه وتعالی څخه د محمد(ص) د امت او امتیانو په هکله یو څو پوښتنې وکړې او وېې فرمايل :
یا الله! زه وینم چې دلته ( په تورات کې ) داسې لیکل شوي ، چې یو امت به راشي ، داسې امت که چیرې ېې د خوراک کولو پر مهال په مرۍ کې د ډوډۍ یوه ګوله هم بنده شي ګناهونه به ېې وبخښلی شي ( ځکه چې هغوی به شروع په بسم الله او ختم به ېې په الحمد لله کړی وي ) ، موسی(ع) وفرمایل یا الله دا امت زما امت وګرځوه ! نو الله سبحانه وتعالی ورته وفرمایل : اې موسی!
دا امت ستا نه بلکې زما د محبوب محمد(ص) امت دی!!
موسی(ع) بیا وپوښتل: یا الله! زه وینم چې دلته ( په تورات کې ) داسې لیکل شوي ، چې یو امت به راشي ، داسې امت که چیرې یو له هغوی څخه د ګناه کولو اراده وکړي خو ستا ( الله سبحانه وتعالی ) له ډار او خوف نه ګناه ونکړي نو د ګناه پر ځای به ېې په عملنامه کې نیکي ولیکلی شي موسی(ع) وفرمایل یا الله دا امت زما امت وګرځوه ! نو الله سبحانه وتعالی ورته وفرمایل : اې موسی!
دا امت ستا نه بلکې زما د محبوب محمد(ص) امت دی!!
موسی(ع) بیا وپوښتل: یا الله! زه وینم چې دلته ( په تورات کې ) داسې لیکل شوي ، چې یو امت به راشي ، داسې امت که چیرې یو له هغوی څخه د نیکۍ کولو اراده وکړي او نیکي ونشی کړای نو په عملنامه کې به ېې بیا هم نیکي ولیکلی شي ، او که چیرې ېې اراده وکړي او هغه نیکي هم وکړي نو په عملنامه کې به ېې له لسو څخه تر اووسوو چند پورې نیکي ولیکلی شي موسی(ع) وفرمایل یا الله دا امت زما امت وګرځوه ! نو الله سبحانه وتعالی ورته وفرمایل : اې موسی!
دا امت ستا نه بلکې زما د محبوب محمد(ص) امت دی!!
نو موسی(ع) وفرمایل چې ېا الله!!!!!!! ( ما هم د محمد(ص) امتي وګرځوه!!! ).
درنو مسلمانانو وروڼو تاسې په خپله فکر وکړئ چې الله سبحانه وتعالی د محمد(ص) امت (موږ او تاسو ته) څومره عزت او شرف را په برخه کړی چې آن موسی(ع) هم دا خوښوي چې زموږ د امت په ډله کې راشي !!!!
او دا فکر وکړئ: چې آیا مو تر اوسه یو ځل هم داسې ویلي ( الحمد لله چې د محمد(ص) امتي یم ) نو شکر وباسئ او د الله حمد او ثناء ووایئ چې د محمد(ص) امتي یاست (الحمد لله).
د ثواب ګټلو او خلکو ته زموږ د اسلامي معلوماتو رسولو لپاره پیج لایک او شېر کړئ!!!

د مسلمان ژوند باید سنګه وي؟د دنیا د لاسته راوړلو لپاره هڅه او کوښښ کول زموږ پر دنیوي او اخروي ژوند نور هیڅ اغیزه او اثر ...
05/06/2021

د مسلمان ژوند باید سنګه وي؟
د دنیا د لاسته راوړلو لپاره هڅه او کوښښ کول زموږ پر دنیوي او اخروي ژوند نور هیڅ اغیزه او اثر نشي لرلای مګر دا چې یوازې او یوازې موږ له اخروي ناکامۍ او هلاکت سره مخ کړي او دالله تعالی له نعمتونو څخه مو محروم کړي.
نو راځی چې په دغه دنیا کې داسې ژوند وکړو تر څو هم الله تعالی ته په آخرت کې کې سر لوړي شو او هم په دنیا کې د شرف او عزت خاوندان شو (خپل وخت الله ته په عبادت کې تېر کړو).
په درنښت لایک فالو او شېر مو هېر نشي.

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزۡوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ يُدۡنِينَ عَلَيۡهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِ...
02/06/2021

يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزۡوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ يُدۡنِينَ عَلَيۡهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِنَّۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَن يُعۡرَفۡنَ فَلَا يُؤۡذَيۡنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا
33-59 اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې خپل څادرونه راخواره کړي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى.

د سپیڅلي رب په نامه:ټول په دې پوهېږو چې أمر بالمعروف ونهی عن المنکر ( په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول )یو ډیر سپېڅ...
28/05/2021

د سپیڅلي رب په نامه:
ټول په دې پوهېږو چې أمر بالمعروف ونهی عن المنکر ( په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول )یو ډیر سپېڅلی عمل دی، کوونکی ېې په اسلام او د الله په وړاندې د لوړ مقام او عزت خاوند دی او خورا زیات اجرونه ورپه برخه کيږي!
نو په اوسني دور کې کی کوم چې له فتنې او شر څخه ډک دور دی هر مسلمان ته تر ټولو زیات پکار ده تر څو د خپل وس مطابق امر په نېکۍ او نهی له منکراتو څخه وکړي!

Address

Kabul

Telephone

+93792173045

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلام او مسلمانان Islam and Muslims posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to اسلام او مسلمانان Islam and Muslims:

Share