په زره پوری اسلامی معلومات

په زره پوری اسلامی معلومات Islamic

کله چې څوک په کور کې وفات کېږي، څه باید وشي؟مسئله ۱: کله چې څوک د مرګ په حالت کې وي، هغه پر شا ځملوئ  او پښې یې د قبلې خ...
25/10/2025

کله چې څوک په کور کې وفات کېږي، څه باید وشي؟

مسئله ۱: کله چې څوک د مرګ په حالت کې وي، هغه پر شا ځملوئ او پښې یې د قبلې خواته واړوئ. د سر لاندې یو بالښت یا بل څه کېږدئ، څو سر یې لږ لوړ شي او مخ یې د قبلې خواته وي. د ده ترڅنګ کښېنئ او د کلمې شریفې الفاظ په لوړ آواز سره ووایئ، څو هغه هم واوري او کلمه ووایي.
خو ده ته مه وایئ چې «کلمه ووایه»، ځکه دا وخت ډېر دروند او سخته لحظه ده، نه معلومیږي چې له خولې یې څه وځي.

مسئله ۲: کله چې مریض یو ځل کلمه ووایه، نور چوپ شئ. دا مه هڅوئ چې هغه کلمه مسلسل تکرار کړي تر څو په کلمه سره مړ شي. مقصد دا دی چې وروستۍ خبره یې کلمه شریفه وي، نه دا چې تر وروستۍ شېبې یې کلمه تکرار کړي.
البته، که وروسته له کلمې د دنیا کومه خبره وکړه، نو یو ځل بیا کلمه په لوړ آواز سره ووایئ، او کله چې هغه بیا کلمه ووایه، تاسو بیا چوپ شئ.

مسئله ۳: کله چې د مرګ نښې ښکاره شي — لکه د نفس چټکتیا، د پښو سستي، د پوزې کږېدل، او د شقیقه‌ګانو (د مخ دواړه اړخونه) دننه تلل — پوه شئ چې مرګ رانږدې شوی دی. په دې وخت کې د کلمې شریفې تکرار په لوړ آواز سره وکړئ.

مسئله ۴: د سورت یاسین لوستل د مرګ سختۍ کموي. نو د مړي د سر ترڅنګ یا نږدې ورته کښېنئ او دا سورت تلاوت کړئ، یا بل څوک ورته ووایئ چې تلاوت یې کړي.

مسئله ۵: په دې وخت کې داسې خبرې مه کوئ چې د مړینې کس زړه د دنیا خوا ته مایل کړي. دا وخت د دنیا څخه د جدا کېدو او د الله ﷻ حضور ته د ورتګ وخت دی.
باید داسې خبرې او عمل وشي چې زړه یې د دنیا نه بې‌پروا او د الله ﷻ خواته مایل شي، ځکه خیر د ده په همدې کې دی.
په دې حالت کې د ماشومانو راوستل، یا د هغه چا راوستل چې ده ورسره ډېره مینه لرله، یا د دنیايي خبرو یادونه کول چې زړه یې بېرته دنیا ته مایل کړي — دا ټول کارونه ډېر ښه ندي.
که څوک خدای مه کړه په داسې حالت مړ شي چې د دنیا مینه په زړه کې یې پاتې وي، دا د بدې پایلې نښه ده (نعوذ بالله).

مسئله ۶: که د مړینې په وخت کې له خولې د کفر کلمې ووځي، پرې پام مه کوئ او خلکو ته یې مه وایئ. دا داسې وبولئ چې د مرګ سختۍ یې عقل له منځه وړي، ځکه دا حالت د بې‌عقله‌توب دی، او هر څه چې په دې حالت کې له خولې ووځي، معاف دي.
د ده لپاره له الله ﷻ څخه د بخښنې دعا وکړئ.

مسئله ۷: کله چې کس مړ شو، لاسونه او پښې یې سمې کړئ. یو ټوکر د زنې لاندې ور تیر کړئ او دواړه سرې یې د کس سر شا ته وتړئ، څو خوله یې خلاصه پاتې نه شي.
همدارنګه، سترګې یې وتړئ او د دواړوپښو لويې ګوتې سرونه سره وتړئ، څو پښې جلا نه شي. بیا پرې څادر واچوئ او هڅه وکړئ چې ژر تر ژره غسل او کفن ترسره شي.

مسئله ۸: د خولې تړلو او ورته کارونو پر مهال دا دعا ووایئ:
بِسْمِ اللهِ وَ عَلٰی مِلَّةِ رَسُوْلِ اللهِ
(په نوم د الله او د رسول الله ﷺ په دین)

مسئله ۹: له مړینې وروسته ښه ده چې بږ خوشبويي د مړي ترڅنګ کېږدئ.
همدارنګه، هغه ښځه چې په حیض یا نفاس کې وي، یا څوک چې غسل پرې واجب وي، د مړي ترڅنګ مه پرېږدئ.

مسئله ۱۰: له مړینې وروسته، تر هغو چې مړی غسل نه وي شوی، د قرآن لوستل د ده ترڅنګ روا نه دي.

-د دې مطلب خپرول او ترنورو رسول صدقۀ جاریه ده، او ثواب یې هم د لیکونکي او هم د شریکوونکو لپاره دی.

Bacha Khan
23 October /10/2025

16/03/2022
90 پوښتنې چې يو مسلمان يي بايد زده کړي
22/01/2022

90 پوښتنې چې يو مسلمان يي بايد زده کړي

د نن څخه 100 کاله وروسته د مثال په توګه په 2122 کې موږ به ټول د خپلو خپلوانو او ملګرو سره د ځمکې لاندې یواو پردي به مو پ...
19/01/2022

د نن څخه 100 کاله وروسته د مثال په توګه په 2122 کې موږ به ټول د خپلو خپلوانو او ملګرو سره د ځمکې لاندې یو
او پردي به مو په کورونو کې اوسیږي
او ملکیت به مو پردي خپل کړي.
دوی ته به موږ یاد هم نه یو. اوس هم په موږ کې څوک د خپل مړه نیکه او پلار په اړه فکر نه کوي.. موږ به د خپلو نسلونو په حافظه کې د تاریخ یوه برخه به شو، او خلک به زموږ نومونه او څېرې هېرې کړي..
په سلو کلونو کې به ډېر نور تغیرات او نوی نسل راشي.
وروسته به پوه شو چې نړۍ څومره کوچنۍ وه، او د هر څه د ترلاسه کولو خوبونه څومره احمقانه او تاوانی وه.
او دا به غواړو چې که ټول عمر په نېکو اعمالو او کارونو کې تېر کړو، نو هغه فرصت خوشبختانه نن دی او په لاس کې دی....
* لا تر اوسه ژوند پاتې یو .. *
* عاجزي او بدلون وکړئ .. *
* یا الله ته موږ ته هدایت وکړې.. *
*یاالله ته مو اخره خاتمه ښه کړې...
امین یا رب العالمین

جنتپه جنت کې به ټول نارينه 30 یا 33 کلن وي ټولې ښځې به 16 کلنې ويهلته شپه نشته هلته مرګ نشتههلته خوب نشته ځکه خوب د مرګ ...
05/01/2022

جنت
په جنت کې به ټول نارينه 30 یا 33 کلن وي
ټولې ښځې به 16 کلنې وي
هلته شپه نشته
هلته مرګ نشته
هلته خوب نشته ځکه خوب د مرګ ورور دی
له هغه سره به يوځای ختم شی.
ټول عمر به د څاښت(د سهار لمر خاته) وخت او پسرلي هوا وي.
د جنت درې 3 نعمتونه دي چې په دنيا کې نشته .
1: تل پاتی ژوند:
2: د سپېڅلي اولوی رب (ج)ديدن :
3: د الله تعالی ديدن به دومره خوږ وي چې نور نعمتونه
به دخلکو له ياده ووځي.
غم، درد، رنځ به هلته نه وي
اې ربه 👏ته مو جنت نصیب کړه

آمین ولیکئ

د حقیقي مینې په زړه پورې کیسه!د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات سره پر بلال رضي الله عنه باندې مدینه منوره دومره تنګه ش...
14/12/2021

د حقیقي مینې په زړه پورې کیسه!

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات سره پر بلال رضي الله عنه باندې مدینه منوره دومره تنګه شوه؛ لکه پر سینه یې چې، یو لوی غر پروت وي؛ نو ددې لپاره چې، د بلال رضي الله عنه خفګان کم شي، بلال مدینه منوره پرېښوده او شام ته یې سفر وکړ او هلته مېشت شو. څو میاشتې وروسته بلال رضي الله عنه، نبي کریم علیه السلام په خوب کې ولید چې، ورته یې وویل:

-ای بلاله! زما د زیارت کولو ته نه راځې؟

کله چې بلال له بستر څخه پورته شو، ژر یې د مدینې مخه ونیوله او د رسول صلی الله علیه وسلم د زیارت په موخه مدینې منورې ته روان شو. کله چې مدینې ته ورسېد؛ نو حسن او حسین رضي الله عنهما غوښتنه ورڅخه وکړه چې، آذان وکړي او د نبي کریم علیه السلام سره هغه پخواني وختونه پرې را یاد کړي.
همدا وو چې بلال په خپل ښکلي غږ سره آذان شروع کړ، سهار وختي مدینې ته ټول ښاریان راووتل، دوی ته دا فکر پیدا شو چې، ګواکې پیغمبر علیه السلام بیرته راګرځېدلی دی، د ټولو خلکو سترګې له اوښکو څخه ډکې شوې او د جومات په لوري یې راودانګل؛ بلال رضي الله عنه په دې ونه توانېد چې، د (اشهد ان محمد رسول الله) کلمه پوره کړي. اوښکې یې وبهېدې، پښو یې سُستي وکړه، او پر ځمکه را پرېووت.

مأخذ: اسعدالغابة في معرفة الصحابة.

په یوه حدیث شریف کې راغلي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
-په تاسې کې يو تن پوره مؤمن نه شي کېدای، تر څو چې زه هغه ته دده تر پلار، دده تر اولاد او ټولو خلکو څخه زيات محبوب نه شم.
(رواه البخاري ومسلم)

ګرانو ورونو او خویندو!
رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه، د هغه په سنتو عمل کول دي. که مونږ په خوله چغې ووهو چې، مونږ د رسول الله صلی علیه وسلم عاشقان یو او په سنتو یې عمل ونه کړو؛ نو مونږ دروغجن یو؛ ځکه که یو چاسره ریښتونې مینه کوې؛ نو باید د هغې خبر ومنې او په لارښوونو یې عمل وکړې.


-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

07/12/2021

😭😭😭

03/12/2021

سبحان الله له خپلو ملگرو سره یی شریک کری

Address

Jalalabad
V

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when په زره پوری اسلامی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share