جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان

جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان السلام علیکم

03/08/2025

د جمعة المبارک په ورځ
جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان

د جامع مسجد مدینه د فرش ترمیم لپاره د مرستې غوښتنهقدرمنو مسلمانانو!د جامع مسجد مدینه – حصارشاهی، رودات – د الله جل جلاله...
17/07/2025

د جامع مسجد مدینه د فرش ترمیم لپاره د مرستې غوښتنه

قدرمنو مسلمانانو!

د جامع مسجد مدینه – حصارشاهی، رودات – د الله جل جلاله له فضل او ستاسو له همتونو سره د سیمې یوه فعاله، اباده او د تعلیم و تربیې مرکز ده، چې زرګونه لمونځ کوونکي او زده کوونکي پکې لمونځونه، درسونه او د دیني علم حاصل کوي.

خو له خواشینۍ سره باید ووایو چې د مسجد فرش (غاليچې) ډېر زاړه، تخته شوي او له استعماله وتلي دي. لمونځ کوونکو ته د عبادت پر مهال د تکلیف سبب ګرځي، او د مسجد ښکلا ته هم زیان رسوي.

نو ځکه موږ تاسو ټولو اهل خیر او سخاوتمندو وروڼو او خویندو ته لاس اوږدوو چې د دې ستر ثوابي کار، یعنې د مسجد د فرش تجدید لپاره خپل وس برابر مالي مرسته وکړئ.

رسول الله ﷺ فرمایي:

«من بنى لله مسجداً بنى الله له بيتاً في الجنة»

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړ کړي.

(بخاري و مسلم)

دا ستاسو له پاره د صدقه جاریه یوه غوره موقع ده. هر لمونځ، هر تلاوت، هر دعا چې په دې فرش باندې ترسره شي، تاسو ته به یې ثواب جاری وي – ان شاء الله.

د مرستې لارې: هر څوک کولی شي خپله فرش واخلي یا داړیکې له لارې مرسته راولېږي:

📞 0785770552 : 0705535233

ادرس📍 جامع مسجد مدینه، حصارشاهی – رودات - ننګرهار - افغانستان

الله تعالی دې ستاسو مال، اولاد او صحت کې برکت واچوي، او دا صدقه مو د نجات وسیله وګرځوي. آمین.

و ما توفيقي إلا بالله

05/01/2025
اللّٰه پاک دې صدقه کونکي ته اجر عظيم ورکړي ٬
30/10/2024

اللّٰه پاک دې صدقه کونکي ته اجر عظيم ورکړي ٬

الحمد للّٰه په مسجد کښي د رنګ او چوني کار شروع دی اللّٰه پاک دې پخیر سر ته ورسوي وس د بجلۍ د پيټنګ اشد ضرورت دی ، اللّٰه...
08/09/2024

الحمد للّٰه په مسجد کښي د رنګ او چوني کار شروع دی اللّٰه پاک دې پخیر سر ته ورسوي
وس د بجلۍ د پيټنګ اشد ضرورت دی ، اللّٰه پاک دې دا ضرورت هم حل کړي

الحمد للّٰه مدینه مسجد هم د دارالعلوم حصارشاهي په پوسټر باندې رنګین شو که د خپلو بچو سالمه روزنه کول غواړۍ که خپل اولاد ...
20/04/2024

الحمد للّٰه مدینه مسجد هم د دارالعلوم حصارشاهي په پوسټر باندې رنګین شو که د خپلو بچو سالمه روزنه کول غواړۍ که خپل اولاد مو په علمي بڼه سمبال غواړي که خپل اولاد مو حقیقي د دین لار ښود غواړي که خپل اولاد مو باجرأته عالم کول غواړۍ نو جامعه دارالعلوم حصارشاهي به مو تر ټولو ښه انتخاب وې د ننکرهار په سطحه منلی شوي مدرسه ده نو راشي او د دغي موقع نه استفاده وکړﺉ

الحمد للّٰه د اوبو سیسټم مکمل شو اللّٰه پاک دې د ټولو ملګرو صدقات پخپل دربار کښي قبول کړينور د خښتي او د سمنټ او د شګي ک...
06/04/2024

الحمد للّٰه د اوبو سیسټم مکمل شو اللّٰه پاک دې د ټولو ملګرو صدقات پخپل دربار کښي قبول کړي
نور د خښتي او د سمنټ او د شګي کمی دی اللّٰه پاک دې دا کمي هم پوره کړي امین

په ژوندۍ بڼه 👇مولانا محمد اسحاق رباني آفیشل تحریر 👇مکتوبات رباني اډيو 👇مکتبه ربانیه باباکلي حصارشاهي ادرس 👇جامع مسجد مدي...
03/04/2024

په ژوندۍ بڼه 👇
مولانا محمد اسحاق رباني آفیشل
تحریر 👇
مکتوبات رباني
اډيو 👇
مکتبه ربانیه باباکلي حصارشاهي
ادرس 👇
جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان

د اللّٰه پاک کور کښي کار روان دی د سیمنټو او د شګي او د خښتي کمي دی که د چاه وس وي د اللّٰه پاک کور کښي خپله صدقه جاریه ...
03/04/2024

د اللّٰه پاک کور کښي کار روان دی د سیمنټو او د شګي او د خښتي کمي دی که د چاه وس وي د اللّٰه پاک کور کښي خپله صدقه جاریه ولګوﺉ جزاک اللّٰه

الحمد للّٰه زمونګ د روره تفسیر القران الکریم (۸)سالانه غونډه پاي ته ورسیده اللّٰه پاک دې ټولو تعاون کونکو ملګرو ته اجرون...
28/03/2024

الحمد للّٰه زمونګ د روره تفسیر القران الکریم
(۸)سالانه غونډه پاي ته ورسیده اللّٰه پاک دې ټولو تعاون کونکو ملګرو ته اجرونه ورکړي

ان شاء اللّٰه ډير ژربه د دوره تفسیر القران اختتمامي غونډه شروع کیګي ټول مسلمانان په اخري دعا کښي شرکت وکړﺉ لاںٔیو وډيو ل...
28/03/2024

ان شاء اللّٰه ډير ژربه د دوره تفسیر القران اختتمامي غونډه شروع کیګي ټول مسلمانان په اخري دعا کښي شرکت وکړﺉ
لاںٔیو وډيو لپاره همدا صفحه خوښه کړﺉ
جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان

Address

رودات
Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when جامع مسجد مدينه بابا کلی حصارشاهي رودات ننګرهار افغانستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category