Haji Gul murad arab

Haji Gul murad arab Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Haji Gul murad arab, Religious organisation, Nangarhar, Jalalabad.

09/10/2018

له ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند حاجي ګل مراد عرب په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته د یو ویناوال وینا.

حاجي صیب ګلمراد له خپل خورین بادام سره
04/10/2018

حاجي صیب ګلمراد له خپل خورین بادام سره

20/08/2018



رسول الله ﷺ فرمایي: د عرفات د ورځې د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله تعالی دا اميد دی چې د راتلونکي کال، او تير شوي کال ګناهونه پرې معاف کړي!

د جلال اباد ښاروالۍ مسولینو ددې ښاروالۍ  د مشورتي شورا  مشر حاجي ګلمراد عرب د کړنو او فعالیتونو قدردانی وکړ.نن د ښاروالۍ...
31/07/2018

د جلال اباد ښاروالۍ مسولینو ددې ښاروالۍ د مشورتي شورا مشر حاجي ګلمراد عرب د کړنو او فعالیتونو قدردانی وکړ.
نن د ښاروالۍ مشورتي بورډ د درېمې کاري دورې لپاره ټاکنې وې،چې ښاغلي ګلمراد عرب اداري پلاوي مشرۍ ته ځان نوماند نه کړ او په خپلو خبرو کې يې وويل غواړم چې نوي او ځوانو څهرو ته د خدمت موقع فرصت ورکړل شي.
د جلال اباد ښاروالۍ د ښار په پراختیا او نظم،د عوایدو په لوړوالي او نورو برخو کې سالمو مشورو له امله د حاجي ګلمراد عرب ستاینه او فعالیتونه یې د ېو ستاینلیک په ورکړې سره وستایل.

ملي سوداګر الحاج ګلمراد عرب په ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو ستونزې واورېدې.ښځينو سوداګرو خپلې ستونزې او د سوداګرۍ پراختیا ...
15/07/2018

ملي سوداګر الحاج ګلمراد عرب په ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو ستونزې واورېدې.
ښځينو سوداګرو خپلې ستونزې او د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې د ښځو فعالې ون‌‌‌‌‌‌ډې په موخه د یکشنبې په ورځ له ملي سوداګر الحاج ګلمراد عرب سره وکتل.
په کتنه کې سوداګر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر مخلص احمد،عبدالولي بابکرخېل،‌‌‌‌‌ او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر شمس برخه درلوده.
ښاغلي ګلمراد د دوی ستونزې واورېدې او ‌‌‌‌‌‌د حل ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې ورکړ.
حاجي ګلمراد وويل،دوی هڅه کوي چې په ننګرهار کې سوداګرۍ پراختیا،پانګه اچوونه او ښځينو سوداګرو ته د ښه سهولتونه برابر کړي.
ښځينو سوداګرو د حاجي ګلمراد کړنې وستایلې او ‌‌‌‌‌‌د لا همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

د ننګرهار سوداګرو د ملي سوداګر حاجي ګلمراد په مشرۍ له ولسمشر سره وکتل.د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غن...
02/07/2018

د ننګرهار سوداګرو د ملي سوداګر حاجي ګلمراد په مشرۍ له ولسمشر سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په پيل کې د سوداګرو په استازیتوب ډاکټر مخلص جمهوررئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د ننګرهار په ادارو کې وروستي اصلاحات وستایل، وې ویل، په تورخم کې د کانتینرونو د وزن د زیاتوالي په نوم موټر درول او محصول کېږي، خو د خوست له لارې نه محصول کېږي چې په دې حالت کې د ازاد بازار په اساس رقابت نشو کولی.
ډاکټر مخلص وویل، په تورخم کې یو باکیفیته سکینر قصدا غیر فعال ساتل شوی دی او که خصوصي سکتور ته د سکنیر د لرلو اجازه ورکول شي، دوی به په دې برخه کې پانګونه وکړي.
هغه د تورخم په بندر کې د مالونو د تخیلې او بارولو د اسانتیاوو برابرول، د ربع وار بیلانس په اساس د مالیې ورکړې بندولو، سوداګرو ته د وسلې کارت په اخیستو کې د اسانتیاوو راوستل، له ښاره دباندې د بارونو د تخیلې لپاره د ځمکې ورکړه او سواګرو ته د ویزې په ورکړه کې اسانتیاوې راوستل وغوښتل.
ورپسې د صنعتکارانو په استازیتوب انجنیر قاسم وویل، نیمه کاره صنعتي پارکونه باید تکمیل شي، هغه کسانود صنعتکارانو په نوم ځمکې اخیستې او کار نه کوی باید ځمکې ورنه واخیستل شي، د برېښنا ستونزې حل شي او د برېښنا ریاست دې موږ سره په شوې تفاهم نامې عمل وکړي، د داغمو وسپنو او د غذايي توکو د قاچاق مخنیوی دې وشي.
جمهوررئیس غني د تولیدي اقتصاد اهمیت ته په اشارې د صنعتکارانو او سوداګرو هلې ځلې وستایلې او وې ویل، په ځینو برخو کې حکومت او ځینو نورو کې ستونزه په تاسو کې ده. هغه څرګنده کړه، د موټرو وزن مو زیات کړی چې له امله یې سړکونه ویجاړ شوي، د ګمرکونو رئیسان را غواړم که اصلاحات یې راوستل ښه خبره ده او کنه دندې به پرېږدي.
جمهوررئیس وویل، د سکنیرونو د جوړولو هدایت مې ورکړی دی، د صنعت او صادراتو د نوي مرکز په اړه والي سره نتیجې ته ورسېږئ او د مالیې په برخه کې به مالیې وزارت ته هدایت ورکړم، که نتیجې ورسېدی ښه کنه بیا زه فیصله کوم او پر تعرفې هرو درېوو میاشتو د اقتصاد په عالي شورا کې بحث او پرېکړه کېږي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، هغه صنعتکارانو چې د شیخ مصري په صنعتي پارک کې ځمکې اخېستې دي او فابریکې په کې نه جوړوي، ځمکې به ور څخه بېرته واخیستل شي، حکومت ژمن دی چې نیمه تمامه صنعتي پارکونه بشپړ کړي.
جمهوررئیس دوی ته سپارښتنه وکړه چې وړې پانګې سره یو ځای او سهامي شرکتونه جوړ کړئ، تر څو د ضایعاتو مخه ونیول شي. هغه د کانونو په اړه وویل، حاضر یم که سمه پانګونه وکړئ د لنډمهال او منځمهال لپاره کانونه در وسپارم او زما غوښتنه داده چې ننګرهار باید صنعتي شي.
هغه زیاته کړه که امنیتي مسوولین قاچاق بران ونه نیسي بدلوم یې، په دې برخه کې به جدي اقدامات وشی، ننګرهار باید نیمايي افغانستان ته ډوډۍ ورکړي، خو نن ځانته ډوډۍ نشي برابرولی.
جمهوررئیس په سوداګرو غږ وکړ چې په صنعت پانګونه وکړي او په صنعتکارانو بدل شي او زیاته یې کړه: تاسو دا امکانات لری چې افغانستان جوړ کړئ، راځئ یو بل ته لاس ورکړو چې ننګرهار بیا اباد شي، راتلونکی ستاسو دی.

د حق د لارې مبارزه.دې کې دې شک نه وي چې زه په شخصي توګه یو سوداګر یم، خو دا هم باید ووایم،  کلونه وشول چې دې بې وزله ولس...
21/06/2018

د حق د لارې مبارزه.
دې کې دې شک نه وي چې زه په شخصي توګه یو سوداګر یم، خو دا هم باید ووایم، کلونه وشول چې دې بې وزله ولس راباندې د خپل یو خدمتګار او مشر په توګه باور کړی.
ما یې هم باور په خورا سپیڅلتیا او امانتدارۍ ساتلی د دوی ترمنځ مې د خیر او الله ج د رضا لپاره د ستونزو د هواري په موخه چټک ګام پورته کړی او ډېرې ستونزې مې یې د ستر واکمن خدای ج په مرسته حل کړې دي.
اوس غواړو د دې ولس دخیر ښيګڼې لپاره د خپلې مبارزې کړۍ پراخه کړو او په ولسې جرګه کې د دوی رښتنی استازیتوب وکړم.
دا زما د ولس غوښتنه ده که د الله ج رضا وه، زه به د دې ولس په پاکو رایو او د الله ج په مرسته تر ولسي جرګې ځان رسوم، په دې لار کې به خورا زیات خنډونه هم وي خو زه به په شا نه ځم او لکه سپر به ودریږم. دامې د خپل خالق او ولس سره وعده ده.
موږ به د حق د لارې دا مبارزه کوو راځئ تاسې هم راسره د مبارزې په دغه بهیر کې یوځای شئ چې دغه کاروان بریالی کړو او له زورواکو او یو شمېر مفسیدو چارواکو خپل حقونه تر لاسه کړو.
له ننګرهاره ولسي جرګې ته احتمالي نوماند
الحاج ګل مراد عرب

د خواشینۍ پېغام!په خواشینۍ سره خبر شوم چې د عرب قوم مخور او جید عالم مولوي عین الدین د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ س...
31/05/2018

د خواشینۍ پېغام!
په خواشینۍ سره خبر شوم چې د عرب قوم مخور او جید عالم مولوي عین الدین د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
انالله واناالیه راجعون
د مولوي صیب مړینې خواشینه کړم،مرحوم ته د الله له درګاه جنت الفردوس او کورنۍ غړو ته یې صبر غواړم.
مولوي صیب ېوه علمي سټه وه،عرب قوم او په ځانګړي توګه ننګرهار لپاره ستره ضایع ده.
کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کوم او ځان په دغه غم کې شریک ګنم.
‎روح یې ښاد

د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې رﺉيس حاجي ګل مراد عرب د ټپي شوي مدني فعال عبدالرحمن معاون پوښتنې ته ورغلی و.د شنبې ماښا...
26/05/2018

د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې رﺉيس حاجي ګل مراد عرب د ټپي شوي مدني فعال عبدالرحمن معاون پوښتنې ته ورغلی و.
د شنبې ماښام د ننکرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې ﺉيس حاجي ګل مراد عرب،د ځوانانو ملي يوالي ټولنې رﺉيس حاجي عمر عرب،ديني عالم ناصر حليمي او ېوشمېر ځوانانو په ملتيا د مدني فعال عبدالرحمن معاون کور ته لاړ او د هغه د روغتيا پوښتنه وکړه.
ښاغلي ګل مراد عرب په پېښه کې شهيد شوو ته د مغفرت او ټپيانو ته د ښې روغتيا هيله وکړه.
د ځوانانو ملي يوالي ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون خپل صحت د ډاډ وړ وباله او د دوی له راتک يې مننه وکړه.

مشورتي ناستو په لړ کې داځل له ېوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو په ملتيا د سراچې سيمې له قومي مشرانو ،ديني عالمانو او ځوانان...
23/05/2018

مشورتي ناستو په لړ کې داځل له ېوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو په ملتيا د سراچې سيمې له قومي مشرانو ،ديني عالمانو او ځوانانو سره مو ګډه ناسته وکړه.
قومي مشرانو او ځوانانو په ګډه او په ېو غږ ولسي جرګې ټاکنو ته د ېو وړ،ايمانداره او په وطن او خلکو مين شخص د ټاکل پرېکړه وکړه.
ولس مو په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوو او غوښتنه مو وکړه چې په ټاکنو کې د رايي ورکوونې په موخه نوم ليکنه وکړي.
د ېو سوکاله او پوره امن افغانستان په هيله

د لسګونو غريبو او فقيرو هېوادوالو لاس نيوی وشو.د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې رﺉيس الحاج ګل مراد عرب په مالي مرسته برا...
23/05/2018

د لسګونو غريبو او فقيرو هېوادوالو لاس نيوی وشو.
د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو خونې رﺉيس الحاج ګل مراد عرب په مالي مرسته برابره شوې مرسته پر اړمنو او بې وزله کورنېو وويشل شوه.

Address

Nangarhar
Jalalabad
122

Telephone

+93 70 062 0204

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haji Gul murad arab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share