Istiqlal Mosque استقلال مسجد

Istiqlal Mosque استقلال مسجد Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Istiqlal Mosque استقلال مسجد, Mosque, Jalalabad.

25/08/2025

استقلال جامع مسجد زموږ د ټولنې زړه دی، چېرته چې موږ خپل رب ته عبادت کوو او یو بل سره سره مرسته کوو، ددې جومات جوړولو لپاره زموږ هر یو کوچنی قدم ډیر مهم دی، موږ ته اړتیا ده چې خپلې وسې سره مرسته وکړو، ترڅو دا کار په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي، ستاسو مرسته د خېر یوه لاره ده، لدې مبارکې موقع څخه مه تېرېږئ. الله به ستاسو مرسته قبوله کړي او په دنیا او آخرت کې به مو اجر درکړي.

په درنښت

25/08/2025

درنو او قدرمنو هېوادوالو!
که غواړی چې داسې عمل ترسره کړئ چې د تل لپاره اجرونه یې ستاسې ملګرتیا وکړي یعنې هم په دنیا کې او هم په عقبا کې، نو د الله ج د کورونو په ابادولو کې برخه واخلئ. نېکمرغه دي چې په داسې ځایونو کې خپله شتمني تضمینوي دا سرمایه ګزاري کوي چې پس مرګه به یې هم خیر ورسیږي.
الله ج دې موږ ټولو ته دا نیکمرغي او سعادت رانصیب کړي.
ګرانو هېوادوالو! د دې جومات په جوړولو کې ونډه واخلئ، الله ج مو دنیا او اخرت ښایسته کا.

13/07/2025

دا چې د استقلال مسجد کارونه الحَمْدُ ِلله بلا وقفه د مسلکي انجینرانو د نظارت لاندې پرمخ روان دي.
نن ورځ یې د بولډر سټون فرش کولو لپاره تیږې راوړل پیل شول، چې إن شاء الله د نوموړي فرش د تکمیلیدو څخه وروسته به ډیر زر د PCC شاهدان اوسو.
عزتمندو مسلمانانو راشئ او زموږ سره د Istiqlal Mosque استقلال مسجد
په جوړولو کې برخه واخلې هغه که مالي وي یا نوروته د مرستې ترغیب وي او یا هم د مسجد زر ابادیدلو لپاره دعا وي.
جلال اباد رسنۍ
Obaidurahman Hamdard
Sediqullah Sultanzai
Enayat Safi
Mirwais Saeedy
Abdul Azim Khushal Haleem
Miakhil Speengul

د خیر په کار کې ونډه اخیستل، د زړه د سکون باعث ګرځي. دا د استقلال مسجد دی چې په اساسي ډول کار پرې روان دی، درنو هېوادوال...
12/07/2025

د خیر په کار کې ونډه اخیستل، د زړه د سکون باعث ګرځي.
دا د استقلال مسجد دی چې په اساسي ډول کار پرې روان دی، درنو هېوادوالو او په ځانګړي توګه شتمنو او سوداګرو ورونو! د دې مسجد په جوړولو کې برخه واخلئ.
څومره مرسته چې کولی شی دریغ ونه کړئ، ځانونه د یوسف ع په خریدانو کې حساب کړئ.
الله ج به مو دنیا او اخرت ښایسته کړي.

خپلو کورونو کې د برکتونو ډېوې بلې کړئ الله ﷻ  فرمايي: ژباړه: پر الله تعالی او پر ورځ د آخرت د ايمان لرونكو او د لمانځه ا...
10/07/2025

خپلو کورونو کې د برکتونو ډېوې بلې کړئ
الله ﷻ فرمايي: ژباړه: پر الله تعالی او پر ورځ د آخرت د ايمان لرونكو او د لمانځه او زكات اداء كوونكو ځانگړنه د جوماتونو جوړول او آبادول دي.
دا د استقلال جومات دی چې د جلال اباد ښار په زړه کې میاه اسلم پلازې ته مخامخ واقع دی الحَمْدُ ِلله اوس له ډېرې مودې ورسته کار پرې روان شوی دی.
که غواړئ چې د الله ﷻ د کور جوړونکو په صف کې حساب شئ او نېکمرغي خپله کړئ، نو په جوړولو کې یې برخه واخلئ، الله ﷻ به ستاسو کورونو کې د برکتونو ډېوې بلې کړي.

07/07/2025

ګرانو هیوادوالو زموږ همدغه صفحه درسره سره لایک فالو او همدارنګه د مسجد د کار د جریان پوسټونه د خپلو صفحو څخه شیر کړئ، ترڅو ستاسو ددغه عمل پرمټ ټول ملګري د مسجد د اعمار څخه خبر شي.

https://www.facebook.com/share/16rGDQgfGf/

Mosque

07/07/2025

الحَمْدُ ِلله د استقلال مسجد کارونه ډیر په دقت او د انجینرۍ په ټولو نورمونو برابر روان دي، موږ به یې دلته په همدې صفحه کې ټول کارونه ستاسو درانه حضور ته په انځوریز شکل سره د مکمل تفصیل وړاندې کوو.
معززو هیوادوالو هیله ده چې زموږ سره پدغه ستره صدقه جاریه کې برخه واخلئ.

Address

Jalalabad
26000

Telephone

+93708060160

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Istiqlal Mosque استقلال مسجد posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category