Bilal Khan

Bilal Khan Allah is one.

وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَمِن ذَلِكَوَلا أَكْبَر...
02/06/2022

وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَمِن ذَلِكَوَلا أَكْبَرَإِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ( )
څرنګه چې د(ذره) مفهوم چې ډېر کوچنى شى احتوا کوي او دحاضر وخت په علمي ژبه ورته داتوم(Atom) نوم اخستل کېږي، پخوانيو پو هانو د اتوم دنه تجزيه کيدو نظر ښکاره کاوه په (١٨٠٣م) کښې (دالتن) په تاکيد سره ويلي چې (ذره)قابل د تجزيې نه ده، نو کله چې مايکروسکوب اختراع شو او په (١٨٩١م) کښې د (ذرې) داخلي جوړښت کشف شو،سائينس پوهان دې نتيجې ته ورسيدل چې د (ذرې) نه ډېر کوچنى (اتوم) وجود لري، تردې چې د (( ) الکترون اوپروتون) څخه ډېره وړه ذره دکوارک(Quark) په نوم ياديږي،چې دالکتروني مايکروسکوبونو په واسطه ليدل کېږي.دذرېنه د وړو اجسامو د معرفي کولو په منظور په (١٩٦٩ او ١٩٧٦م) کښې ګل مان ريجتر(Gellman Richter) او ټينګ(Ting) د نوبل د جائزې مستحقين پيژندل کېږي.
په داسې حال کښې چې الله عزوجل ددې وړو وړو ذرونه ډېر مخکښې انسانان خبر کړي دي (ولااصغرمن ذلک). او ددې مبارک ايات نه چې الله ج فرمائيلي دي: (وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ) ثابتيږي چې (ذره) او ددې نه وړه (کوارک) دوزن لرونکې ده . او ګورٸ چې( دى بروجليه (Debroglie) او (يوکاوا(UKawa) دواړو پوهانو په (١٩٢٩) او( ١٩٤٩م) کښې د اتوم د وزن د اثبات له مخې د نوبل جائزې واخيستلې.
#اَللّهُ اَكْبَر

د نبى کريم  ص  څخه د زراعت او دځمکې نه د نورو پيداوارو د اهميت په اړه داسې روايت شوى دى: ((اُطلبواالرزق فى خباياالأرض) (...
28/05/2022

د نبى کريم ص څخه د زراعت او دځمکې نه د نورو پيداوارو د اهميت په اړه داسې روايت شوى دى: ((اُطلبواالرزق فى خباياالأرض) ())
يعنى تاسې دځمکې دغلو دانو نه خپل رزق (خوراک) ځان ته تيار کړئ، (خبايا) په معنٰى د ځمکې د حبوباتو او دځمکې دکانونو ځينې قيمتې کاڼي دواړه مراديږي، چې دا په خپله د علم زراعت او علم معدن وصنايـــــــــع ارزښت انسانانو ته بيانوي.

کچيرې يو کس ته دچا بدن ، مال، فصل او... په نظر ښه راشي نو د روايتونو په رڼا کښې به داسې وائي(فتبارَکَ اللهُ اَحْسَنُ الخ...
25/05/2022

کچيرې يو کس ته دچا بدن ، مال، فصل او... په نظر ښه راشي نو د روايتونو په رڼا کښې به داسې وائي(فتبارَکَ اللهُ اَحْسَنُ الخالِقين( يا)مَاشَاءَ اللهُ لا قُوَّةَ اِلاَّ بااللهِ)
مسلمان بايد اصل بروسه او توکل په الله ج وساتي مګر جائز ظاهري او مادي اسباب هېر نه کړي، مولانا روم فرمائيلي دي برتوکل زانوى اشتر به بند يعنې د اوښ زنګون وتړه نو بيا يې توکل ته وسپاره.
---------------------
..... سورة القلم

25/05/2022
که خرما يا کجورې د پيويا کوچو سره يو ځاى وخوړل شي نو جنسي قوت )ځواک ( ډېرزياتوى ، بدن غټوي او غږ صفاکوي.مفسرين ليکي خرما...
24/05/2022

که خرما يا کجورې د پيويا کوچو سره يو ځاى وخوړل شي نو جنسي قوت )ځواک ( ډېرزياتوى ، بدن غټوي او غږ صفاکوي.
مفسرين ليکي خرما او اوبه بي بي مريمې ته ډېر مفيدو او ضرورت يې هم ورته لرلو نو ځکه د الله په حکم په همدغه خوراک او څښاک سره بيرته روغه جوړه شوه. نبى کريم ص د عجوه خرماو دفضيلت او ګټو په هکله فرمائلي دي:
(مَنْ تَصَبَّحَ بِسَبْعٍ تَمَرَاتٍ عَجْوَةٍ لَمْ يَضُرَّهُ ذَالِکَ الْيَومَ سَم وَلاَسِحْر) [متفق عليه]
چا چې د )٧( خرماو په خوړلو سهار کړو نو هغه ته به دغه ورځ کښې زهر او سحر ضرر ونه رسوي .

((ياَيهَاالذِيْنَ امَنُوْا اِنَمَاالْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاْ نصَابُ والاَزْلاَمُ رِجْسُ مِنْ عَمَلِ الشيْطنِ فَاجْتَ...
21/05/2022

((ياَيهَاالذِيْنَ امَنُوْا اِنَمَاالْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاْ نصَابُ والاَزْلاَمُ رِجْسُ مِنْ عَمَلِ الشيْطنِ فَاجْتَنِبُوْهُ لَعَلکُمْ تُفْلِحُوْنَ))اى ايماندارو خبره داده چې شراب او جوارى او بتان او د جوارى غشي دا ټول ګنده څيزونه شيطاني خبرې دي تاسو بيخي دې نه ډډه کوئ دپاره ددې چې تاسو خلاصي بيا مومئ.

دنافع (رحمه الله) روايت دى چې: دحضرت عبدُالله ابن عُمر (رضى الله عنهما)په بدن به چې دانې يا بل څيز څرګند شو نو شات به يې...
21/05/2022

دنافع (رحمه الله) روايت دى چې: دحضرت عبدُالله ابن عُمر (رضى الله عنهما)په بدن به چې دانې يا بل څيز څرګند شو نو شات به يې پرې مښل او لوستل به يې:(يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ) ()
عن ابن مسعودرض عن النبى ص يقول:(عليکم بالشفاءَ ينِ العسلِ والقرآنِ) ()
ژباړه: د حضرت عبدالله زوى دمسعود رضى الله عنهما څخه روايت دى چې نبى ص و فرمايل: تاسې ته پکاره ده چې د رنځونو شفاء په شاتو او قرآن سره وکړئ.
نبى کريم ص فرمائى:(( اَلذُّبانُ کُلُّها فِى النَّارِ يَجعلُها عَذاباً لِاَهْلِ النَّار اِلَّاالنَّحْلُ)) يعنى دنورو ضرر رسوونکو ځناورو په شان به د مچانو هم ټول قسمونه دوزخ ته ځي چې هلته به د وزخيانو په طور دعذاب مسلط کولى شي، مګر د ګبين مچۍ به دوزخ ته نه ځي، دا رنګ په يو بل حديث کې ددې وژل منع کړي دي
-----------------------------
تفسير لباب التاويل فى معانى التنزيل_ سورۀ النحل تفسير روح البيان.
رواه ابن ماجه _ وقال البيهقى رحمه الله : والصحيح انه موقوف على ابن مسعود رض
(ابو داؤد)، معارف القرآن.

Address

Sarposhta
Jalalabad

Telephone

+93784097503

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bilal Khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share