ورځنی حدیث Daily Hadith

ورځنی حدیث Daily Hadith دوستانو دا صفحه د ورځني احادیثو لپاره جوړه شوې ده
هیله ده تاسې هم ټول خپل ملګري ورته دعوت کړۍ
ترڅو تاسې هم په ثواب کې پوره حقدار شۍ مننه.

13/03/2026

ابن جوزي رحمه الله فرمايي:
په خدای قسم که د قبرونو خلکو ته وویل شي چې د څه ارمان لری، هغوي به ضرور د روژې د یوې ورځې په ارمان وی.
التبصرة ۷۲/۲

آغاز صنوف کمپیوتر✅ صنوف رسماً آغاز گردید🧑‍🏫 هم حضوری و هم آنلاین👩‍🎓👨‍🎓 صنوف جدا برای اناث و ذکور 3_ماهه_برنامه_کمپیوتر 👨...
10/01/2026

آغاز صنوف کمپیوتر
✅ صنوف رسماً آغاز گردید
🧑‍🏫 هم حضوری و هم آنلاین
👩‍🎓👨‍🎓 صنوف جدا برای اناث و ذکور

3_ماهه_برنامه_کمپیوتر 👨‍🎓👨‍💻
● با داشتن بزرگترین و مجهزترین صنف کمپیوتر در سطح کابل
■ ذکور و اناث
● 📝 - برای ثبت نام # کاپی تذکره لازمی است .

■ :
⏰️07:00 - 08:00 AM
⏰️08:00 - 09:00 AM
⏰️09:00 - 10:00 AM
⏰️10:00 - 11:00 AM
⏰️01:00 - 02:00 PM
⏰️02:00 - 03:00 PM
⏰️03:00 - 04:00 PM
⏰️04:00 - 05:00 PM
■️ :
■ (کمپیوتر لب)
□ تدریس به شکل عملی و تئوری
□ سلاید های درسی و ویدئو های آموزشی
□ ختم هر برنامه تطبیق پروژه های درسی بالای شاگردان
□ امتحان عملی و تئوری در ختم هر برنامه کمپیوتر #رایگان
□ توزیع ریکارد های درسی برای شاگردان #رایگان
□ ختم هر برنامه اهدای تصدیق نامه
□ ختم برنامه 3 ماهه اهدای دیپلوم معتبر
□ مدت برنامه کمپیوتر 3 ماه
□ اساتید با تجربه و مسلکی با بیش از 6 سال تجربه تدریس
، ، ُشد ☘️💚
□ Whatsapp:
070 998 6751
□ Phone Number:
070 998 6751
📍 شعبه مرکزی: کابل، کارته پروان بهارستان، میرویس پلازا، منزل 4
دفتر خدماتی تواصل 360 درجه – کابل افغانستان
تشکر 😊

31/08/2025

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
که خلک پوه شي هغه څه (اجراوثواب)چې د ماسخوتن او سهار لمونځونو کې دي، نو حتماً به راغلي به وو که څه هم په څلور بولي وي.
(صحیح البخاري: 615)

23/08/2025

له ‏حسن بصري څخه پوښتنه وشوه چې ولې له دنیا څخه بې پروا یې؟!
هغه ځواب ورکړ:
- پر دې پوه شوم چې زما روزي بل څوک نه شي اخیستی، نو زړه مې ډاډمن شو.
- او وپوهېدم چې زما عمل بل څوک نه کوي نو پخپله یې پر کولو لګیا شوم.
- او پوه شوم چې الله پوره راباندې خبر دی نو له دې وشرمېدم چې په داسې حال ورسره مخ شم چې له هغه مې سرغړونه کړې وي.
- او پوه شوم چې مرګ زما په انتظار دی نو د الله لیدنې ته
مې توښه برابره کړه.

20/08/2025

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسوله الکريم، أمّا بعد!

«صادقانه ستنیدل قرآن ته»

ګرانه وروره او خوری!
هر وخت چې انسان په رښتینې او بې‌ریا تلاوت سره قرآن ته مخ کړي، په زړه کې یې داسې رڼا خپرېږي چې هېڅ کتاب او هېڅ پېچلې اصطلاحات یې ځای نشي نیولی.
الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ يَهۡدِي لِلَّتِي هِيَ أَقۡوَمُ﴾ (الإسراء: 9)
“بېشکه دا قرآن وهغې لارې ته هدایت کوي چې تر ټولو سمه او ریښتنی اوپخه ده.”
رسول الله ﷺ فرمايي:
«اقْرَؤُوا القرآنَ، فإنَّهُ يَأْتِي يَومَ القِيامَةِ شَفِيعًا لأصْحابِهِ.» (صحیح مسلم)
“قرآن ولولئ، ځکه چې دا به د قیامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفاعت وکړي.”
نو څومره چې انسان په ساده، رښتیني او بې‌تکلّفه ډول د قرآن په تلاوت کښېني، په وجود کې یې یو بدلون او انقلاب پېلېږي.
هلته نه په پېچلو اصطلاحاتو کې ورکېږي، او نه په خیالي او لرې خوبونو کې سرګردانه کېږي.
په دی خوسره پوهیږو چی:
• قرآن د بیدارۍ سرچینه ده، نه د کلمو ګودام.
• د صادقانه تلاوت په وسیله د مسلمان عقل آزادېږي او زړه یې ځواکمن کېږي.
• څوک چې غواړي امت اصلاح کړي، باید اصلاح له ځانه او د قرآن سره له خپل اړیکي پیل کړي.
الله تعالی څومره په ښکلي او زړه‌راښکونکي تعبیرفرمایي:
﴿يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدۡ جَآءَتۡكُم مَّوۡعِظَةٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَشِفَآءٞ لِّمَا فِي ٱلصُّدُورِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٞ لِّلۡمُؤۡمِنِينَ﴾ (یونس: 57)
“ای خلکو! ستاسو رب له لوري یوه نصیحت درته راغلی، د هغو مرضونو لپاره شفا چې په زړونو کې دي، او هدایت او رحمت د مؤمنانو لپاره.”
نو مه ځنډوه! قرآن تل له ځانه سره ولره، هر وخت چې فرصت پیدا کړې پرانیزه، د مینې او هیلو په ډک زړه یې تلاوت کړه، په سینه کې لکه خالد بن ولید رضي الله عنه کلک ونیسه، او آرام خو استوار نفس واخله.
اللَّهُمَّ اجعلِ القرآنَ ربيعَ قلوبِنا، ونورَ صدورِنا، وجلاءَ أحزانِنا، وذَهابَ هُمومِنا وغمومِنا، وهُدانا إلى سواء السبيل.
یوه بختوره ورځ چې له ښکلا او خوښیو ډکه وي، درته له زړه غواړم.

08/08/2025

رسول الله ﷺ وفرمایلي دي:

تاسو پوهېږئ غیبت څه شی دی؟
صحابه‌وو وویل: *الله او د هغه رسول ډېر ښه پوهېږي.
رسول الله ﷺ وفرمایل
غیبت دا دی چې ته خپل ورور د داسې څه سره یاد کړې چې هغه یې نه خوښوي.

چا پوښتنه وکړه: "که هغه صفت رښتیا هم پکې وي؟
نبي ﷺ وفرمایل:
"که دا صفت رښتیا پکې وي، نو تا یې غیبت وکړ؛ که نه وي، نو تا پرې تور (بهتان) ولګاوه

(صحيح مسلم، حدیث: 2589)

06/08/2025

د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

*رسول الله ﷺ زموږ کور ته راغی، خوب پرې راغی او ویده شو، خوله‌یې وبهېدله. زما مور راغله، د هغه خوله‌یې په بوتل کې راټوله کړه. کله چې رسول الله ﷺ ویښ شو، ویې ویل: ای ام سلیم! دا څه کوې؟ هغې وویل: دا ستا خوله ده، موږ یې د عطر په توګه کاروو، ځکه دا تر ټولو ښه خوشبویي لري.*

*(صحیح مسلم ۲۳۳۱)

03/08/2025

رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
قبرونو طرف ته لمونځ مکوي او قبرونو باندې مه کینی.

صحیح مسلم972

28/07/2025

رسول الله ﷺ فرمابلي دي:
چاچې دماسخوتن لمونځ په جماعت سره ادا کړ لکه چې ده دشپې نیمایی برخه په لمانځه (عبادت)کی تیره کړې وي .
اوهرچا چې دسهار لمونځ هم دجماعت سره ادا کړ لکه چې ده ټوله شپه په لمانځه (عبادت) کې تیره کړې وي.
مسلم 656

26/07/2025

ژباړه:
رسول الله ﷺ فرمایلي دي.
*"ستاسې هیڅ یو د ایمان خاوندکیدای نشي، تر هغه چې زه ورته له خپل پلار، خپل زوی، او له ټولو خلکو څخه زیات محبوب نه یم."*
متفق علیه

Address

Jalalabad
0093

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ورځنی حدیث Daily Hadith posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share