03/09/2025
د تعزیت او خواخوږۍ پیغام
مرکزي جمعیت اهلحدیث خیبر پختونخوا د افغانستان د ختیځو ولایتونو (کونړ، ننګرهار او لغمان) وروستۍ سختې زلزلې له امله د شهیدانو د کورنیو، ټپیانو او ټول افغان ولس سره خپله ژوره خواخوږي او غمرازي څرګندوي.
موږ د دې ناورین په ترڅ کې د شهیدانو لپاره د الله جل جلاله نه د لوړ جنت او مغفرت دعا کوو، او ټپیانو ته د ژر صحتیابۍ هیله لرو.
دغه ناورین د افغان ولس لپاره لوی ازمایښت دی او موږ د ورورولۍ او اسلامي اخوت په روحیه کې ځان د دوی د درد او غم شریک ګڼو.
الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو حال ته په خپل فضل ښه کړي.
مرکزي جمعیت اهلحدیث – خیبر پختونخوا