Al-Nahl Islamic Center

Al-Nahl Islamic Center إِنَّ صَلَاَتِي وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ الْعَلَمِينَ

18/03/2025

ڪه چيري تاسو يو قوم ته بغير له جنگ څخه شڪست ورڪول غواړئ ، نو په ځوانانو ڪې یې فحاشي خپره ڪړئ.

سُلطان صلاح الـدين ايـوبي
#تفکر

03/03/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:
“الله تعالی فرمايي: د انسان هر عمل د ده لپاره دی، مګر روژه زما لپاره ده، او زه به یې بدله ورکوم.”
(بخاري، مسلم)

عجیبه ده!یو مخلوق، چې له یو بې‌ارزښته څاڅکي پیدا شوی، لویېږي، ځواک اخلي، بیا د خپل خالق له وجوده انکار کوي (نعوذ بالله) ...
02/03/2025

عجیبه ده!
یو مخلوق، چې له یو بې‌ارزښته څاڅکي پیدا شوی، لویېږي، ځواک اخلي، بیا د خپل خالق له وجوده انکار کوي (نعوذ بالله) او د هغه د احکامو سرغړونه کوي، او داسې چلند کوي لکه هیڅ چې د حساب او جزا ورځ نه وې!

الله تعالی فرمایي:
يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ (الإنفطار: 6)

ای انسانه! څه شي ته د خپل کریم رب په وړاندې مغروره کړی یې؟

28/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:
“کله چې د رمضان میاشت راشي، د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي، او شیطانان په ځنځيرونو باندی وتړل شي.”
(صحیح البخاري 1899، صحیح مسلم 1079)

28/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:
“چا چې د ایمان او ثواب په نیت د رمضان روژه ونیوله، د هغه ټول پخواني ګناهونه بښل کېږي.”
(صحیح البخاري 38، صحیح مسلم 760)

28/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:
“کله چې زنا او سود په یو قوم کې عام شي، نو دوی د الله د عذاب مستحق ګرځي.”
(المعجم الكبير للطبراني 15853)

28/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:
“زناکار د زنا په وخت کې مومن نه وي.”
(صحیح البخاري ۲۴۷۵، صحیح مسلم ۵۷)

رسول الله ﷺ وفرمایل:“ای کش کولی مې شوی چې له خپلو وروڼو سره ووینم.”صحابه کرامو (رضی الله عنهم) وپوښتل: “ای د الله رسوله!...
23/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:

“ای کش کولی مې شوی چې له خپلو وروڼو سره ووینم.”

صحابه کرامو (رضی الله عنهم) وپوښتل: “ای د الله رسوله! ایا موږ ستا وروڼه نه یو؟”

رسول الله ﷺ وفرمایل: “تاسو زما اصحاب (ملګري) یاست، خو زما وروڼه هغوی دي چې له ما وروسته به راځې او په ما به ایمان راوړي پرته له دې نه چې ما وویني.”

اللهم اجعلنا منهم 🤲.

19/02/2025

رسول الله ﷺ وفرمایل:

‏«أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ.»
— (المعجم الأوسط للطبراني 6192)

ژباړه:
“تر ټولو غوره خلک هغه دي چې نورو ته ډېره ګټه رسوي.”

10/02/2025

ابو هرېره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

«په رښتیا، الله ستاسو ظاهري بڼې او شتمنۍ ته نه ګوري، بلکه هغه ستاسو د زړه خلوص او کړنو ته ګوري.»
(صحیح مسلم، 2564)

06/02/2025
05/02/2025

ایا ګمان کوې چې له صالحانو څخه نه یې؟
ځکه چې تل په ګناه کې لوېږې او د هغې څخه د خلاصون وس نه لرې؟
تل توبه کوې، خو بیا بېرته همغه ګناه ته ورګرځې؟
چا درته ویلي چې صالحان هېڅ ګناه نه کوي؟
او چا درته ویلي چې هغوی په سختو جګړو کې ښکیل نه دي؟
بلکې هغوی تل د شیطان او خپل نفس سره په جګړه کې دي، ځینې وختونه بریالي کېږي او ځینې وختونه ماتي خوري.
په حقیقت کې ټول صالحان همداسې دي، خو الله سبحانه و تعالی د خپلې مينې او مهربانی له امله د هغوی پر عیبونه پرده اچولې ده.
د خپل کریم رب دا قول ولوله:
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا
(العنکبوت: ۶۹)
"او هغه کسان چې زموږ په لاره کې هڅه کوي، مونږ به خامخا هغوی ته خپلې لارې وښیو."
ایا فکر کوې چې ټول جهادونه یوازې د تورې په وسیله کیږي؟
نه، ستا مبارزه او هڅه د خپل زړه د پاکوالي لپاره هم جهاد دی.
الله رب العزت ستا هر عمل ویني:
ستا مبارزه د ګناهونو پر وړاندې، ستا اندېښنې، ستا د ګناهونو وروسته توبه، ستا د لوېدلو وروسته بېرته راپاڅېدل او ستا استغفار.
دا ټول جهاد فی سبیل الله دی.
او باوري اوسه چې الله تعالی به حتماً تا ته سمه لاره ښيي.
دا د الله ژمنه ده، او ستا له پروردګاره زیات د ژمنې وفا کوونکی بل څوک نشته.
ټول انسانان ګناهکاران دي، هغه که صالحان وي او که بدکاران، ټول یو شان دي.
خو توپیر دا دی چې صالحان تل الله ته رجوع کوي، توبه باسي او د خپل ځان او نورو د اصلاح هڅه کوي.

Adresse

Dillenburg
35687

Telefon

015236246593

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Al-Nahl Islamic Center erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Die Kultstätte Kontaktieren

Nachricht an Al-Nahl Islamic Center senden:

Teilen