خانقاه مجددیه هاشمیه احمدیه

خانقاه مجددیه هاشمیه احمدیه https://www.youtube.com/
خانقاه مجددیه هاشمیه احمدیه شیخ المشايخ حضرت مولانا ګلزار احمد المشهور بحضرت ملنګ صاحب مبارک

04/06/2026
31/05/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

یَو سِل پنځلسم درس

د تصوف، علم او محبت روحاني محفل په خانقاه مجدديه هاشميه احمديه کي د خانقاه په روحانيت ډکه فضا کې، شيخ المشايخ حضرت ملنګ ...
27/05/2026

د تصوف، علم او محبت روحاني محفل په خانقاه مجدديه هاشميه احمديه کي
د خانقاه په روحانيت ډکه فضا کې، شيخ المشايخ حضرت ملنګ صاحب مبارک د هېواد له نوميالي عالم، د علماوو له استاذ او د قرآن کريم له خدمتګار شيخ القران والحديث حضرت مولانا عنايت الله البرهاني صاحب سره د ذکر، علم او عرفان په مجلس کې ناست دي.
تصوف د زړونو اصلاح، د نفس تزکيه او د محبتِ الهي هغه مبارکه لاره ده چې انسان د ظاهر له علمه د باطن تر نور پورې رسوي. کله چې علماء او مشايخ په يوه حلقه کې راټول شي، هلته يوازې خبرې نه وي؛ بلکې د حکمت رڼا، د ادب خوشبويي او د معرفت انوار خپرېږي.
دا ډول مجلسونه د امت لپاره د هدايت څراغونه دي، چې زړونه نرموي، روحونه تازه کوي او انسان د الله تعالی د قرب، اخلاص او سنتو لور ته رابولي.
الله تعالی دې زموږ مشايخ او علماء کرام د دين د خدمت، د امت د اصلاح او د تصوف د سپېڅلې لارې په خدمت کې تل سرلوړي او محفوظ وساتي.
“الطريقُ إلى اللهِ بالأدبِ والمحبةِ والإخلاص.”

یو ځل یو سړی د حضرت خواجه محمد سلیمان تونسوي دربار ته حاضر شو او د بیعت سعادت یې وغوښت. هماغه ورځ ګڼ شمېر خلکو د حضرت صا...
17/05/2026

یو ځل یو سړی د حضرت خواجه محمد سلیمان تونسوي دربار ته حاضر شو او د بیعت سعادت یې وغوښت. هماغه ورځ ګڼ شمېر خلکو د حضرت صاحب پر مبارک لاس بیعت وکړ، او دی هم د هغو نېکمرغو په ډله کې شامل شو.

کله چې هغه مرید شو او بېرته خپل کور ته ستون شو، د شپې د ارام پر مهال یې په زړه کې یو خیال را وګرځېد:
“د مرشد پاک خو بې شمېره مریدان دي، په دومره خلکو کې به زما حال څنګه یاد ساتي؟”

همدا سوچونه یې په ذهن کې وو چې سترګې یې پټې شوې. په خوب کې یې د حضرت خواجه محمد سلیمان تونسوي رحمه الله مبارک دیدار وکړ. حضرت په شفقت ورته وفرمایل:
“ای د حسن علي زویه! ماته معلومه ده چې ستا یو غاښ خوځېږي، غم مه کوه، ان شاءالله تر سهاره به روغ شي.”

کله چې سهار راویښ شو، نو حیران پاتې شو؛ هغه خوځېدونکی غاښ یې بالکل جوړ شوی و. په شوق او محبت منډه منډه د حضرت خدمت ته حاضر شو. حضرت چې هغه ولید، موسک شو او ویې فرمایل:
“ای د حسن علي زویه! اوس خو دې غاښ نه خوځېږي؟”

هغه سړی د عقیدت او محبت نه د حضرت صاحب قدمونو ته ولوېد او عرض یې وکړ:
“حضور! غاښ خو جوړ شو، خو زما طلب تر دې ډېر لوړ دی؛ زه له تاسو نه بل څه غواړم.”

حضرت خواجه شاه سلیمان تونسوي رحمه الله په محبت وفرمایل:
“ماته معلومه ده چې ته څه غواړې. لاړ شه، اودس وکړه او له ما سره په لمانځه کې ودریږه.”

چنانچه، کله چې هغه سړي اودس وکړ او د حضرت صاحب تر شا د لمانځه لپاره ودرېد، نو د هغه په سینه کې د معرفت او روحانیت سمندر په څپو شو

هغه صدقې چې د مرګ ورسته تاته ګټه درکوي:  1 بچي لمسي ورور وراره ته دي علم ور ﺯده کړه. 2 د مسجد جوړولو کې برخه واخله ولو ک...
15/05/2026

هغه صدقې چې د مرګ ورسته تاته ګټه درکوي: 1 بچي لمسي ورور وراره ته دي علم ور ﺯده کړه. 2 د مسجد جوړولو کې برخه واخله ولو که د يوې بوجۍ سميټو وس لرې. 3 د قرآن نسخې مسجدو مدرسو کې وويشه. 4 درختې لګول د دې د سايې څخه ګټه خلګ واخلي. 5 روغتون جوړول کم اﺯ کم يوه څوکۍ د ناروغانو لپاره ورکول. 6 د يخو اوبو کوم يخچال منګى پر عامه لار ايښودل. 7 صحيح علم نشرول. الله تعالی دی ستاسو د ټولو اولاد ستاسو لپاره صدقه جاریه اوګرځوی

14/05/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

یَو سِل څوارلسم درس

Address

Khanaqah Hazrat Malang Saib
Paghman
KHANAQAHHAZRATMALANGSAIB

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خانقاه مجددیه هاشمیه احمدیه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category