Tasawuff

Call

Tasawuff Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Tasawuff, Kandahar.

24/08/2016

ګناه کول پرېږده

له دې ویري نه چي العیاذبالله د الله جل جلاله رحمتونه محدود دي، تا به و نه بخښي، رحمتونه یې لایتناهي او بې حسابه دي،
بلکه
د الله جل جلاله د عظمت په سبب ګناه پرېږده او له ځانه سره فکر وکړه چي آیا د یو داسي واحد، توانا، رحیم او مهربان پرودګار نا راضه کول د هغه د ټولو مهربانیو او عطاوو سره ستره جفاء نه ده؟

ترخه پوښتنهمعتادین یا نشئیان (روهینیان) چي د ټولنی تر ټولو کمځواکه، بې ځانه، مفلسه او منفور قشر دی د خپلو ټولو کمزوریو س...
01/12/2014

ترخه پوښتنه
معتادین یا نشئیان (روهینیان) چي د ټولنی تر ټولو کمځواکه، بې ځانه، مفلسه او منفور قشر دی د خپلو ټولو کمزوریو سره سره بیاهم د دې توان لري چي په کال کی لږ تر لږه یو بل کس هم د ځان په ډول معتاد کړي.

اې مسلمانه وروره! ته ولی دومره کمزوری یې چی په کال کی لږ تر لږه یو بل مسلمان ورور د جماعت لمانځه ته نه سې تشویقولای؟

د سترګو خیانتڅرنګه چي دا معلومه خبره ده چي موږ خپل د وجود مالکان نه یو بلکی دا وجود او په هغه کی هره عضوه زموږ سره د الل...
17/11/2014

د سترګو خیانت
څرنګه چي دا معلومه خبره ده چي موږ خپل د وجود مالکان نه یو بلکی دا وجود او په هغه کی هره عضوه زموږ سره د الله پاک (ج) له طرفه امانت دی ځکه خو پر موږ لازمه ده چي د مالک (ج) د رضا پر لار یی استعمال کړو. لکه څنګه چي په دنیا کی د انسانانو د ټولنیز ژوند د اساساتو سره سم هغه کس ته چی د بل چا په مال کی په خپله خوښه تصرف کوی خاین ویل کیږی همدا ډول الله پاک (ج) هم خپل هغه مخلوق چی خپل ځان حتی یو عضوه د خپل بدن د خپلی خوښی سره سم استعمالوی او د مالک (ج) د امر مطابق یی نه چلوی خاين بولی او دا سی فرمایي:

حکایت دی چی وایی یو وخت یو مسلمان امیر خپل د وخت علماء را وغوښتل او پوښتنه یې ځینی وکړه چی آیا داسی یو شئ سته چی موږ خپل...
11/11/2014

حکایت دی چی وایی یو وخت یو مسلمان امیر خپل د وخت علماء را وغوښتل او پوښتنه یې ځینی وکړه چی آیا داسی یو شئ سته چی موږ خپل ځانونه معلوم کړو چی موږ به جنتیان یو که دوږخیان؟
ټول عالمان چوپ پاتی سول، خو یو ډیر ځیرک او هوښیار عالم را پورته سو او وېې ویل چی هو داسی څه سته چی ځان پرې معلوم کړو.
امیر خوشحاله سو او ژر یې پوښتنه وکړه چی هغه څه دی؟
عالم وویل: الله پاک (ج) په قرآن عظیم الشان کی فرمایلی دی چی :
ان الابرار لفی نعیم - و ان الفجار لفی حجیم
ژباړه: بیشکه نیکان به خامخا په نعیم (جنت) کی وی او بیشکه بدکاران به خامخا په دوږخ کی وی
اوس نو هر سړی ته الله پاک (ج) عقل ورکړی دی او کولای سی چی خپل ځان ته په همدغه هنداره کی وګوری او دا معلومه کړی چی آیا زه به جنتی یم او که دوږخی؟ آیا زه د نیکانو په ډله کی یم او که د بدکارانو؟

09/11/2014

سبحان الله
الله پاک (ج) ښکلی دی، کلام یې ښکلی دی، مخلوق یې ښکلی دی او ښکلی آواز یې هم ورکړی دی. تاسو یې په ښکلیو غوږونو واورئ

02/11/2014

د پاملرنی وړ!
ځیني کسان فکر کوي د پایڅو لوړول یا د بجلکو لوڅول یوازی په لمانځه کی ضروري دي - دا صحیح فکر نه دی بلکه د نارینه وو لپاره په هر وخت کی که ولاړ وي یا پر رکوع وی د بجلکو ښکاره ساتل واجب دی او پر پټولو یی د دوږخ د عذاب وعده ورکول سوې ده، البته په ناسته او پروته کی که بجلکی پټي هم سی انشاء الله ګناه نه ده.

د جناب حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث شریف دی چی فرمایی: (مابین بیتی و ممبری روضة من ریاض الجنّة)مفهوم: زم...
14/10/2014

د جناب حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث شریف دی چی فرمایی: (مابین بیتی و ممبری روضة من ریاض الجنّة)
مفهوم: زما د کور او زما د ممبر په منځ کی یو باغچه ده د جنت د باغچو څخه. (رسول الله صلی الله علیه وسلم د ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها په حجره مبارکه کی چی د رسول الله صلی الله علیه و سلم کور مبارک دی تدفین سوی دی)
محدثین کرام د جنت د باغچې څخه ۳ مفهومه اخلی:
۱- په دغه ساحه کی د الله تعالی رحمتونه ډیر زیات نازلیږی او د سعادت او نیکمرغی په سبب د جنت باغچه بلل سوې ده.
۲- په دغه ساحه کی د لمانځه، تلاوت او نورو عباداتو بدله جنت دی.
۳ - ابن حجر رح فرمایی کیدای سی د مځکی همدغه ټوټه الله پاک په آخرت کی جنت ته بوزی.

14/10/2014

يوه ريښتونې کیسه:
د یوه نژدې ملګري له خولې مي واورېدل، ویل کله چی د حج په مراسمو کی نبوی مسجد شریف ته ولاړو تر څو هلته ۴۰ لمونځونه اداء کړو، یوه ورځ د ورځو څخه می ولیدل چی یو کس (دکندهار د اوسیدونکو څخه) د ماښام د لمانځه لپاره مسجد نبوی ته ننوتی، بوټونه یا څپلۍ یې بیخی د حرم شریف د باندی څخه و کښل، لڅي پښې، ټیټ سر او په یو ډیر عاجزه او مؤدبه طریقه راغی، بیا یې د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم سلامی هم په یو داسی ادبانه توګه ادا کړه چی زه ډیر حیران ورته ولاړم. د دې کس دا اداب او عاجزی چي می ولیدل نو خپل د یوه بل ملګری څخه می چي دا کس يې پیژانده پوښتنه وکړه چی دا څوک دی او کله راغلی دی؟ (زما ګمان وو چی دی به نن یا پرون راغلی وی ځګه هر سړی په شروع کی ډیره عاجزی او ادب کوی)
ملګری می په جواب کی راته وویل: دغه حاجی صاحب تقریباً پنځه ویشت کاله کیږی چی د کندهار څخه راغلی دی او دلته په مدینه منوره کی اوسیږی، کور او کهول یې همدلته دی، له هماغه وخته هر ماښام د ماښام د لمانځه لپاره دلته حاضریږی او هره ورځ په همدا ډول ادب او عاجزی راځی......

الهی من جویم توفیق ادب - که بې ادب محروم بود از فضل ربّ

14/10/2014

انسان باید تل دا فکر وکړي چي زما ربّ (ج) ما ته ډیر څه راکړي دي.
فکر وکړئ که الله پاک موږ ته زموږ د اعمالو په اندازه نعمتونه راکولای نو اوس به موږ هیڅ یا ډیر لږ نعمتونه درلودلاي، دا ځکه چي زموږ د صالح عملونو کچه ډیره ټیټه ده.

د حضرت ابی الدّردا رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:اې الله! زه ستا څخه ستا محبت غوا...
30/09/2014

د حضرت ابی الدّردا رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

اې الله! زه ستا څخه ستا محبت غواړم، او د هغه چا محبت چي ستا سره محبت لري، او هغه عمل چي ستا محبت ته مي و رسوی.
اي الله! ستا محبت ما ته محبوب و ګرځوه تر خپل ځان، خپل اهل او یخو اوبو.

Address

Kandahar

Telephone

786786786

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tasawuff posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share