Islam-اسلام

Islam-اسلام لا إِلَهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَک إِنِّی کنتُ مِنَ الظَّالِمِینَ

سوال: زه څه وخت مسافر یم؟ یعني چي د سفر احکام جاري کیږي؟ځواب: عبدالغفار جُبیرکله چي تاسي له خپل ځای (ښار، کلي) څخه خارج ...
08/01/2026

سوال: زه څه وخت مسافر یم؟ یعني چي د سفر احکام جاري کیږي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کله چي تاسي له خپل ځای (ښار، کلي) څخه خارج سواست او اووه اویا اعشاریه پنځه کیلومتره 77.5 km فاصله مو طئ کړل له دغه ځای څخه د سفر احکام جاري کیږي، او تاسي چي بل ښار یا ځای ته ځئ هلته به تر 15 ورځو کم وخت تېروئ بیا په دغه صورت کي تاسي مسافر یاست او قصر به کوئ. یعني څلور رکعته فرض لمونځ به دوه رکعته کوئ، که د سفر په حالت کي واست او وخت نه وو سنت مه کوئ صرف فرض اداء کړئ او کله چي د ارام ځای ته ورسېدلاست هلته به څلور رکعته فرض دوه کوئ او سنت به هم کوئ البته واجب به په هر وخت کي کوئ .

24/12/2025

:
"بیع وفا" هغه سودا ته وایې، چې زه پر تا باندي کور خرڅ کړم بې له قید او شرطه، سودا وسوه تا پیسۍ راکړې ما کور در کړی د سودا کولو وروسته ته پر ما باندي احسان وکړې راته ووایې که دي هر وخت ماته زما پیسۍ راکړې زه به بیرته ستا کور درکوم وعده مي ده لس کاله وروسته زه تا ته ووایم چې دا پیسۍ در واخله هغه زما کور بیرته راکړه چې تا یې وعده هم کړي وه،
اوس که ته هغه وعده پوره کوې، نو کور به راکوې، او که کور نه راکوې شرعاً زما پر تا باندی هېڅ حق نسته، ځکه اول ما له تاسره سمه سودا کړې وه، او تا تر سودا وروسته هسي یوه وعده راسره کړې وه، اوس که وعده پوره کوي هم صحیح او که یې نه پوره کوې هم صحیح (دا بیع وفا ده) اوس خلګ ګروي کوي خو نوم د بیع وفا کاروي.
#سوال ګروی او بیع وفا حلالی دی که حرامې
#جواب یی: ګروی مطلق حرامه ده بیع وفا جائزه ده
ستاسو لیکواله خور👈 الحافظه هیله سکون حنفۍ
پوسټ درسره شیر کی چی زیات کسان ځینی خبر سی الله ج بی تاسو ته ثوابونه درکی.

په ننی وخت کي دا څلور ټکي ډېر مهم دی:۱-صفونه برابروئ!ځکه روایاتو کي راځي چي رسول الله ﷺ به تر هغه وخت پر لمانځه نه درېدئ...
24/12/2025

په ننی وخت کي دا څلور ټکي ډېر مهم دی:

۱-صفونه برابروئ!
ځکه روایاتو کي راځي چي رسول الله ﷺ به تر هغه وخت پر لمانځه نه درېدئ تر څو چي به یې ټول صفونه برابر کړي نه وه، د صف نه برابرول د مسمانانو په زړه کي مخالف او نفاق زېږوي.

۲-د امام تر مخه سجدې ته مه ځئ!
ځکه نبي اکرم ﷺ فرمايي: "څوك چي د امام تر مخه سجدې ته ځي د هغه به د آخرت په ورځ سر د حِمار وي."

۳-د لمونځ کوونکي مخ ته مه تېرېږئ!
ځکه آنحضرت مصطفیٰ ﷺ فرمايي: "که څوك لمونځ کوونکي مخ ته د تېرېدو په عذاب خبر سي نو څلوېښت کاله به ودريږي خو د لمونځ کوونکي مخ ته به تېر نسي."

۴-د دُعاء څخه مه ځئ!
ځکه سرور کائنات ﷺ فرمايي: " دُعاء د عبادت مغز دئ."
نو کوم څوك چي دُعاء پرېږدي دا داسي مثال لري لکه یو مزدور چي ټوله ورځ کار وکړي خو آخیر کي خپل مزدوري اخیستل پرېږدي او ولاړ سي.

وما علینا الا البلاغ المبین!

21/12/2025

:
#سوال ګروي څه ته وایې، جواز لري که یا، د ګروي او د بیع وفا فرق سته که یا؟
: ګروي هغه ته وایې چې ته یو چاته لس لکه پیسی ورکړې د هغو پیسو په مقابل کي هغه کس تاته کور درکړي یا بل څه، ته د هغه کس له کور څخه ګټه اخلې او هغه کس بیا ستا له پیسو څخه ګټه اخلي دا سودا مطلقاً حرامه ده، زموږ اکثره ټولنه په اخته ده ګناه یې هم له سره نه ګڼي.
#نوټ "بیع وفا" به سبا درته نشرکړم ان شاءالله تعالیٰ
ستاسو لیکواله خور👈 الحافظه هیله سکون حنفۍ
پوسټ درسره شیر کی چی زیات کسان ځینی خبر سی الله ج بی تاسو ته ثوابونه درکی.
کاپي

18/12/2025

Address

Kabul

Telephone

+93788141313

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Islam-اسلام posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Place Of Worship

Send a message to Islam-اسلام:

Shortcuts

Share