بنیاد تحقیقاتی احناف

بنیاد تحقیقاتی احناف Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from بنیاد تحقیقاتی احناف, Religious Center, کابل افغانستان, Kabul.

الحمد الله ګران هېواد کې مو د سولې روغې جوړې او اتفاق اتحاد لپاره ورځ تر بلې قوي ګامونه اخستل کېږي، د ولسونو تر منځ د تف...
04/03/2026

الحمد الله ګران هېواد کې مو د سولې روغې جوړې او اتفاق اتحاد لپاره ورځ تر بلې قوي ګامونه اخستل کېږي، د ولسونو تر منځ د تفرقې، کینې او د شمنۍ په ځای اتفاق، مینې او دوستۍ ته کار روان دی : خوست کې د يوې ۶۵ کلنې شخړې پای پنجشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷ . د خوست ولایت مرکز متون اړوند د مهدیخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۶۵ کلنه دښمني، چې له امله یې دواړو لوريو څخه د مرګ ژوبلې ترڅنګ لوی مالي تاوانونه شوي وو حل او ښکېلو خواوو د ورورولي او اتفاق ژوند پيل کړ.

د دغه روغې جوړې پرمهال د سیمې دیني علماوو او قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او ګډونوالو ته يې روښانه کړه، چې د دغه اوږدمهاله شخړې په له منځه وړلو کې د سیمې د عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو نه ستړي کېدونکي هلې ځلې د ستاېلو وړ دي.

ياده شخړه د څه باندې شپږو لسيزو په دوام مرګونې شخړه، چې له دواړو خواوو پکې دوه تنه وژل شوي وو او څو نور ټپيان شوي هم وو روانهه وه او خدای خبر چې نور به څونه ببیانې پکې کونډېدلې او بچیان به یتیمان کېدل، د غه دشمني په دوستۍ وا وښته الحمد الله تاسو هم و وایاست الحمد الله د خپلو سیمو د روغې جوړې راپورونه راسره شریک کړئ چې نور دوستان هم خبر شي .

ایات الله علی خامنه یې څوک وه او څنګه تر قدرت پورې ورسېده !هغه  د ایران په قوم کې یو مذهبي استاد و. کله چې د ایران شاه م...
02/03/2026

ایات الله علی خامنه یې څوک وه او څنګه تر قدرت پورې ورسېده !
هغه د ایران په قوم کې یو مذهبي استاد و. کله چې د ایران شاه محمد رضا پهلوي د امریکا په ملاتړ ځینې اصلاحات راوستل، خمیني و ویل چې دا د اسلام ضد دي. شاه هغه زنداني کړ او بیا یې له هېواده وشاړه (تبعید کړ). هغه ۱۵ کاله په عراق او فرانسه کې جلاوطن و، خو له هغه ځایه یې د کیسټونو او خطونو په واسطه د ایران ولس د انقلاب لپاره چمتو کړ.
په ۱۹۷۹ کال کې د خلکو لاریونونه دومره زیات شول چې شاه له هېواده وتښتېد. امام خمیني په ډېره ولوله بېرته ایران ته راغی. هغه د پاچاهۍ نظام ختم کړ او د "اسلامي جمهوریت" بنسټ یې کېښود. په دې نظام کې "مذهبي مشر" یا "ولي فقیه" د هېواد تر ټولو لوړ واکمن وټاکل شو.
د امام خمیني د مشرۍ پر مهال، ایران له عراق سره په یوې ۸ کلنې خونړۍ جګړه کې ښکېل شو. په دې وخت کې مذهبي مشر یوازې یو مذهبي لارښود نه و، بلکې د جنګ قوماندان هم و. هغه وتوانېد چې د سختو بندیزونو او جګړې په حال کې خپل نظام وساتي.
په ۱۹۸۹ کال کې امام خمیني وفات شو. دا د ایران لپاره یو حساس وخت و. د " شورا" لخوا ایت الله علي خامنه اي یې د نوي مذهبي مشر په توګه وټاکه. خامنه اي تر دې وړاندې د ایران ولسمشر پاتې شوی وه.
د خامنه اي مشري تر اوسه ۳۵ کاله دوام کړی. د هغه د مشرۍ کیسه په څو مهمو برخو وېشل کېږي
هغه د ایران "سپاه پاسداران" او د توغندیو پروګرام ډېر پیاوړی کړ.
د هغه په دوره کې ایران په عراق، سوريه، لبنان او یمن کې خپل نفوذ زیات کړ.
د هغه په وخت کې له غرب سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر لویه دعوه پیل شوه چې تر نن ورځې روانه ده.
نن ورځ ایران په یوه داسې پړاو کې دی چې، د امریکا او غربي نړۍ سختو بندیزونو د خلکو ژوند تریخ کړی دی.
په تېرو څو کلونو کې د ځینو ټولنیزو ازادیو (لکه حجاب) په سر لوی اعتراضونه وشول.
څرنګه چې د ایران اوسنی مشر (خامنه اي) ۸۵ کلن وو،
خو افسوس چې د تقدیر فیصله بل ډول وه او په یوه دردونکې پېښه کې یې له خپلو ملګرو سره د ژوند پور ادا کړ. د هغوی نشتون به د ایران په تاریخ کې یوه لویه خلا وي چې راتلونکي نسلونه به یې ارمان کوي.
د نورو اسلامی، تاریخي او ضروري معلوماتو، روایاتو او کیسو لپاره تاسو کولی شی چی موږ سره یو ځای شئ او صفحه لا ېک او نشر کړئ !

انالله واناالیه راجعون د مرګ څخه هېڅوک هم نه خلاصېږي ! دې سپین ګیري سړي د خپلو خلکو، هېواد او دین د ساتنې، برم او عزت لپ...
01/03/2026

انالله واناالیه راجعون د مرګ څخه هېڅوک هم نه خلاصېږي !
دې سپین ګیري سړي د خپلو خلکو، هېواد او دین د ساتنې، برم او عزت لپاره هغه څه وکړل چې نه مخکي او نه به يې بيا څوک وکړي د مور شیدې دې شي، دغه سپین ګیری چې تقریبا (۸۶ ) کلن و او د ( ۱۹۸۹ ) کال راهیسې د ایران په خلکو یې مشري کوله د وفات په درشل کې یې د ایران حکومت ۴۰ ورځې د عمومي ماتم اعلان کړی دی او د یوې اوونۍ لپاره رسمي رخصتي هم اعلان شوې ده یعنې د ایران دولت په دې ګام سره د هغه رهبر د مرګ پر مهال د درناوي لپاره یو ځانګړی ملتواله غم او رخصتي ټاکلې ده.
دې سړي ايران په هر لحاظ د ټولي نړۍ سيال کړ، يورانيوم يې غني کړل، ميزايلونه يې ورته جوړ کړل، بېلابېل ډرونونه یې ورته جوړ کړل، د تېلو او ګازو ريفاينري، تصفیه، کشف او پابریکې يې ورته فعالي کړې.
او همدارنګه يې د تعليم په لحاظ هم د نړۍ سيال کړ آن چې اوس په ايران کې يو نالوستی او بې سواده ايرانی شتون نه لري، د ایران حکومت یوه ورځ د د ه د مرګ څخه ورسته په تقیبا لس ملکونو سختې حملې وکړې ګورو چې نور به څه پېښ شي روژه په خوله خپل رب ته ورغی او ملاقات یې ورسره وشو او د ایران خلکو د دغه سپین ګیری سپین ګیری زوی د هغه په ځای خپل مشر وټاکه خدایه مونږ د داسې امتحانونو څخه وساته !

دا اوس پرمختګ، دپلو ماسي او که حقوق د ښځې یا د مېلمه دي ؟د هند لومړى وزير نریندرا مودي دا وخت د اسرائیل په دوره دى. د اس...
26/02/2026

دا اوس پرمختګ، دپلو ماسي او که حقوق د ښځې یا د مېلمه دي ؟
د هند لومړى وزير نریندرا مودي دا وخت د اسرائیل په دوره دى. د اسرائیل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو او د هغه ښځې سارا نتنياهو لخوا په هوايي ډګر کې د مودي تود هرکلى وشو. دغه مهال نتنیاهو، مودي ته وایې! چې وګوره زما د ښځې تاسې سره څومره مینه ده، د ساره د جامو رنګ او ستا د واسکټ د جيب د دسمال رنګ دواړه یو شان دي. مودي په خنده شو او ورته وایې، بس له زړه نه زړه ته لار وي کنه استغفرالله دوی به دې ته هم پرمختګ ترقي او حقوق د ښخې وایي نو ته و وایه .

یوه ضروري او عاجل مشوره ! دا پيغام ډېر خپور کړئ تر څو هغه افغان ته ورسېږي کوم چې په ستونزو او مشکلاتو کې دي !📢دا چې په پ...
26/02/2026

یوه ضروري او عاجل مشوره !
دا پيغام ډېر خپور کړئ تر څو هغه افغان ته ورسېږي کوم چې په ستونزو او مشکلاتو کې دي !📢
دا چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت او د افغان کډوالو د نيولو او ډيپورټ کولو لړۍ سخته روانه ده د پوځیانو او حکومتي چار واکو لخوا نو هلته مېشت افغان کډوالو ته زمونږ پيغام دا دى چې له بې ځايه ګرځېدو ، له سياسي بحثونو ، په ميډيا د سياسي پوسټونو له نشرېدو جدي ډډه او پرهېز وکړٸ.
ویل کېږي چې په پښتونخوا کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى او د دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې تر بل هر وخت ترينګلې شوې دي .
هغه افغان کډوال چې د کورنۍ سرپرستان یا مشران دي بايد بېخي زيات احتياط او فکر وکړي، خدای نخواسته هسې نه تاسې د پوليسو لخوا ونيول شئ او کورنۍ مو بې سرپرسته پاتې شي چې دا به مو له لوى خفګان او تکليف سره مخ کړي.

څونه عالي خبره سبحان الله
26/02/2026

څونه عالي خبره سبحان الله

له کثافاتو او زړو پلاستیکونو د تیلو تولید.
هندي پانګه وال هڅه کوي چې افغانستان ته له جرمني دغه ټکنالوژي یوسي.
که دغه هڅه بریالۍ شي، نه یوازې ستره اقتصادي لاسته راوړنه به وي، بلکې ښارونه به هم له کثافاتو پاک شي.
جرمني، جاپان، امریکا، هند او ګڼ شمېر نورو هېوادونه دا ټکنالوژي کاروي.

د فراه په ولایت کې کې لس کاله مخکې د قطر الغرافه مؤسسې له لوري فارم جوړ شو. پکې زرګونه د خرما، تر ۱۰۰۰ د زیتون او ۲۰۰۰ د...
26/02/2026

د فراه په ولایت کې کې لس کاله مخکې د قطر الغرافه مؤسسې له لوري فارم جوړ شو. پکې زرګونه د خرما، تر ۱۰۰۰ د زیتون او ۲۰۰۰ د انګورو ونې کرل شوي. حاصل ورکوي او اړمنو ته وړیا وېشل کېږي. همداراز تر ۱۰۰ زیاتې غرنۍ وزې، تر ۶۰۰ زیاتې هوسۍ او بېلابېل مرغان پکې ساتل کېږي، او له ۱۰۰ زیات کسان پکې کار کوي، دغه باغ د قطر الغرافه مؤسسې له لوري په 830 جریبه ځمکه باندي د کرهنې څېړنیز فارم په نوم جوړ شو. په دې فارم کي په زرګونو ونو برسېره حیوانات مرغان او ګډیان هم ساتل کېږي څلور کاله کېږي چي له باغ څخه حاصل راټولېږي. دا حاصلات په اړمنو کسانو په وړیا ډول ویشل کېږي سبحان الله دغه هوسۍ، مرغان او اوزي هر کال بچي راوړي او ډېرېږي ، . څو ډوله مرغان پکې روزل کېږي او د مرغانو د خوراک لپآره چینجان هم رزول کېږي، په دې څېړنیز فارم کې کوشش باید وشي مهیانو او نورو حیواناتو ته هم ځای برابر شي اوس تر سل زیات کارګر کار لري هیله ده چې نور خلک هم پکې استخدام شي . زمونږ په ګران هېواد کې داسې فارمونو، باغونو او زراعت ته اړتیا ده قدرمنو یو بل سره کینه حسد او کبر لویي مه کوئ مرسته همکاري او سمه مشوره ورکړئ دا وطن به مو ډېر لږ وخت کې آباد او په خپلو پښو ودرېږي که رب رضاشي انشالله .

چقدر خوب متوجی شده
25/02/2026

چقدر خوب متوجی شده

روژه تاسو باندې فرض کړای شوې چې تاسو د دې د برکته : د صبر، صدقاتو، عبادت، اخلاص، ادب، حیا او نورو ښېګڼو په مرسته لوړ مقام ته ورسېږئ مګر د مخابراتي شبکو مخلصان ۳۰ جي بي انټرنټ تقریبا په ۳۰۰ افغانۍ راکوي څه لپاره قدرمنو تاسو کوشش وکړئ وخت مه ضایع کوئ او خپل اخرت جوړ کړئ اخرت دنیا کې جوړېږي نو خپل قېمتي وخت په ناپاکه مېډیا مه تبا کوئ بیا خدای خبر چې روژه راشي مونږ به ژوندي یو او که قبر ، شفاخانه، بندیخانه او که په کوم حالت کې به یو هم دا اوس تصمیم ونیسئ او ځان بدل کړئ.

د الله ج نېکان بندګان!اخوند صاحب مقبره، کمالزۍ پښبند پښتونخوا په پښین سیمه کې یو قبر دی چې ځايي خلګ یې د اخوند صاحب قبر ...
25/02/2026

د الله ج نېکان بندګان!
اخوند صاحب مقبره، کمالزۍ پښبن
د پښتونخوا په پښین سیمه کې یو قبر دی چې ځايي خلګ یې د اخوند صاحب قبر پېژني، کورنۍ یې وايي چې اخوند صاحب مرحوم د احمد شاه بابا د زمانې له مخکښو شخصیتونو څخه شمېرل کېده. د ده پلار فقیر الله صیب مومند و، چې د احمد شاه بابا پر هند د حملو پر مهال ورسره ملګری و.

اخوند صیب د دیني علم، فقاهت او زهد له امله شهرت درلود. روایت دی چې کله به احمد شاه بابا له جګړې راستنېده، نو د اخوند صیب حضور ته به ورتله او دعا به یې ترې غوښتله.

اوس مهال د هغه مزار او د نورو نېکانو، عالمانو، پوهانو او باکماله اشخاصو زیارتونه له پامه غورځېدلي او د سیمې خلک وايي چې د دې تاریخي ځای ساتنې ته اړتیا ده، څو راتلونکي نسلونه هم د خپل تاریخ له دې برخي خبر شي.

Address

کابل افغانستان
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بنیاد تحقیقاتی احناف posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share