08/08/2021
بسم الله الرحمن الرحيم
طالبان ساعي بالفساد او د ظلم مددګار دي!
د طالبانو يو جاهل ملا د خپل جهالت د اظهار په لړ کې له خپل جهالت او بې بصيرتۍ څخه ډکه آډيو نشر کړې ده ، د خپلې جهالت نامې په شروع کې هغه يو څو اصطلاحات لکه موالات ، مداهنت ، مدارات او مواسات ذکر کوي ، خو دومره جاهل دی چې د دغو ديني اصطلاحاتو سم او صحيح تلفظ هم نشي کولای ، د الله تعالی د کتاب آيتونه ناسم تلاوت کوي، د قرآن مجيد آيت دی : وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ . (المائده : ۵۱) دغه ظالم يې په دويم ځلي تلاوت کې له ډېرې وارخطايۍ څخه وايي: فَإِنَّهُ مِنْکُمْ . بيا يې تعريف او تطبيق هم ناسم کوي ، د بېلګې په توګه مُدَاهَنة ته مَداهِنت وايي ، مُداراة يا مُدارات ته مَدارات وايي ، يعني دومره خو جاهل دي چې د دغو کلماتو سم تلفظ هم نشي کولای خو د مسلمانانو د قتلولو او وژلو فتوې صادروي.
د مداهنت تعريف چې فقهاء کرامو کړی دی هغه په لاندې ډول دی: المداهنة وهي ترك الدين لإصلاح الدنيا وأما المداراة فهي بذل الدنيا ومنه حسن المعاشرة والرفق لإصلاح الدين أو الدنيا أو هما معا وهي مباحة وربما استحبت اهـ.
مُداهَنَت د دين ترک د دنيا د اصلاح لپاره او مُدارات د دنيا لګولو ته وايي او له همدې ځنی دي حسنِ معاشرت او نرمي کول د دين يا دنيا د اصلاح لپاره يا د دواړو لپاره يوځای او دا مدارات مباح دی او کله مستحب هم وي. (حاشية الطحطاوي : ۱/ ۸۴)
امام غزالي وايي: (الفرق بين المُدَاراة والمُداهَنة بالغرض الباعث على الإغضاء؛ فإن أغضيت لسلامة دينك، ولما ترى من إصلاح أخيك بالإغضاء، فأنت مُدار، وإن أغضيت لحظِّ نفسك، واجتلاب شهواتك، وسلامة جاهك فأنت مُداهن) ((إحياء علوم الدين : ۲/ ۱۸۲))
دغه جاهل د مداهنت د ناسم تعريف په کولو سره وايي چې د دنياوي مفادو لپاره د کافرو ډله غټول مداهنت دی او له دې سره يو دم ټوپ کوي او وايي چې دغه مداهنت کوونکو ته اعوِنه د کفارو وايي ساعي بالفساد ورته وايي او د دغه خلکو وژل روا بلکې مستحب دي ، يعني دغه وايي چې دغه مداهن خلک کافر نه دي خو د کفر ډله يې غټه کړې ده ځکه وژل د حاکم لپاره واجب دي او د عامو خلکو لپاره مباح دي.
پر دغو جاهلانه خبرو دغه جاهل د افغانستان اسلامي جمهوريت د امنيتي ځواکونو او ټول دولتي پرسونل د وژلو جواز ثابتوي یعني وايي چې د افغان دولت ټول منسوبين مداهن دي او مداهن ته ساعي بالفساد وايي، أعونه د کفر دي لهذا د مسلمان کيدو باوجود د دوی وژل روا دي ، بلکې په قتل کې يې له اصلي کافر څخه زيات ثواب دی.
موږ دغه جاهل ته وايو چې حقه خبره خو دا ده چې تا چې څه وويل دغه شرعي دليل نه دی بلکې تشه دعوی ده، يعني دغه جاهل لومړی پخپله صُغری جوړه کړه چې افغان دولت او منسوبين يې ساعي بالفساد دي او أعونه يعني مددګار د کفر دي ، ورپسې يې کُبری جوړه کړه چې هر ساعي بالفساد مباح الدم دی، نو نتيجه يې راوويسته چې لهذا د افغان دولت منسوبين مباح الدم دي.
نو دلته ستا له اړخه جوړه صغری ناسمه ده، يعنې تشه دعوی ده ، دا يو تش تهمت دی او عظيم بهتان دی چې افغان دولت او منسوبين يې ساعي بالفساد دي.
ساعي بالفساد خو هغه څوک دي چې پلونه، سړکونه، لويې لارې ورانوي، په لارو کې بمونه ږدي، د مسلمانانو پر ګاډو بمونو ته انفجار ورکوي، فصلونه تباه کوي، مکتبونه ، ښوونځي او عام المنفعه ودانۍ تخريبوي او سوزوي يې، په بازارونو، جوماتونو، مدارسو، روغتونونو او عام المنفعه ځايونو کې انتحاري بريدونه کوي، مسلمانان دولتي کارمندان برمته کوي، وژني يې، تاواونونه وراړوي، سپينږيري، ښځې، ماشومان او ځوانان وژني، د برېښنا بندونه جوړېدو ته نه پرېږدي او پر جوړو بندونو بريدونه کوي د برېشنا پايې الوزوي او داسې نورې جفاګانې کوي ، نو دغه ټول د فساد کارونه خو تاسې طالبان کوئ ، نو ساعی بالفساد هم تاسې ياست .
دولت او د دولت کارمندان خو ساعي بالفساد نه دي، ځکه چې دولت خو ابادي راولي، مدرسې، مساجد، مکتبونه او عام المنفعه ځايونه تعميروي او د ولس ژوند ته رفاه ورکوي. نو دوی پخپله د دغې فتوې له پل لاندې راغلل. فاعتبروا!
په دغې فتوی کې چې د کومې فقهي جزئې پر اساس د الساعي بالفساد خبره کيږي، موږ هغه عبارت راخلو او تاسې به وګورئ چې د دغه عبارت مصداق بل څوک نه دي بلکه دوی پخپله دي.
( قَوْلُهُ وَالْأَعْوِنَةُ ) كَأَنَّهُ جَمْعُ مُعِينٍ أَوْ عَوَانٍ بِمَعْنَاهُ ، وَالْمُرَادُ بِهِ السَّاعِي إلَى الْحُكَّامِ بِالْإِفْسَادِ ، فَعَطْفُ السُّعَاةِ عَلَيْهِ عَطْفُ تَفْسِيرٍ .
وَفِي رِسَالَةِ أَحْكَامِ السِّيَاسَةِ عَنْ جَمْعِ النَّسَفِيِّ : سُئِلَ شَيْخُ الْإِسْلَامِ عَنْ قَتْلِ الْأَعْوِنَةِ وَالظَّلَمَةِ وَالسُّعَاةِ فِي أَيَّامِ الْفَتْرَةِ : قَالَ يُبَاحُ قَتْلُهُمْ ؛ لِأَنَّهُمْ سَاعُونَ فِي الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ ، فَقِيلَ إنَّهُمْ يَمْتَنِعُونَ عَنْ ذَلِكَ فِي أَيَّامِ الْفَتْرَةِ وَيَخْتَفُونَ .
قَالَ : ذَلِكَ امْتِنَاعُ ضَرُورَةٍ – { وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ } – كَمَا نُشَاهِدُ .
قَالَ وَسَأَلْنَا الشَّيْخَأَبَا شُجَاعٍ عَنْهُ ، فَقَالَ : يُبَاحُ قَتْلُهُ وَيُثَابُ قَاتِلُهُ. (رد المحتار ، باب التعزير: ۱۵/۲۱۷)
عجب خبره خو دا ده چې په دغه آډيو کې دغه عبارت پوره نقل شوی نه دی.
موږ يې د لوستونکو لپاره د دغه عبارت خلاصه وړاندې کوو: ماتن عليه الرحمه ليکلي دي:
والأعونة . رد المحتار کې يې تفسير کوي چې له دغه لفظ څخه هغه خلک مراد دي چې حُکامو يعني حاکمانو ته د فساد خبرې رسوي، يعنې د خلکو شيطاني کوي، بیا ليکی : له شيخ الاسلام څخه د دغه ډول خلکو او ظلم کوونکو او ساعي بالفساد خلکو د فترت او امن په ورځو کې د قتل په اړه پوشتنه وشوه هغه وويل چې وژل يې مباح دي، ځکه چې دوی په ځمکه کې فساد کوونکي دي، هغه ته وويل شول چې دوی د فترت په ورځو کې له دغه ډول کارونو څخه منع کيږي او پټيږي هغه وویل: دغه منع کېدل یې د ضرورت پر اساس دي او که دوی بيا هغه حالت ته وروګرځول شي، نو له کوم کاره چې منع کړل شوي وو بيا به هغه کار وکړي لکه څنګه چې زموږ مشاهده ده. هغه وايي: موږ له شیخ ابو شجاع څخه په دې اړه پوښتنه وکړه هغه وويل د دغو وژل مباح دي او وژونکي ته يې ثواب ورکول کېږي. (رد المحتار ، باب التعزير: ۱۵/۲۱۷)
د رد المحتار له تفصیل څخه څرګنديږي چې له دغه ډول خلکو څخه مراد ډاکوان، قطاع الطريق ، غله ، لواطت کوونکي ، جادوګر او داسې نور خلک دي چې ضرر يې عام دی او له قتل څخه بغير له خپلو دغو کړنو څخه نه منع کيږي. تاسې لاندې عبارت ولولئ : ( قَوْلُهُ الْمُكَابِرُ )أَيْ الْآخِذُ عَلَانِيَةً بِطَرِيقِ الْغَلَبَةِ وَالْقَهْرِ .
قَالَ فِي الْمِصْبَاحِ : كَابَرْته مُكَابَرَةً غَالَبْته مُغَالَبَةً ( قَوْلُهُ وَقُطَّاعُ الطَّرِيقِ ) أَيْ إذَا كَانَ مُسَافِرًا وَرَأَى قَاطِعَ طَرِيقٍ لَهُ قَتْلُهُ وَإِنْ لَمْ يَقْطَعْ عَلَيْهِ بَلْ عَلَى غَيْرِهِ ، لِمَا فِيهِ مِنْ تَخْلِيصِ النَّاسِ مِنْ شَرِّهِ وَأَذَاهُ كَمَا يُفِيدُهُ مَا بَعْدَهُ ( قَوْلُهُ وَجَمِيعُ الْكَبَائِرِ ) أَيْ أَهْلُهَا .
وَالظَّاهِرُ أَنَّ الْمُرَادَ بِهَا الْمُتَعَدِّي ضَرَرُهَا إلَى الْغَيْرِ ، فَيَكُونُ قَوْلُهُ وَالْأَعْوِنَةُ وَالسُّعَاةُ عَطْفَ تَفْسِيرٍ أَوْ عَطْفَ خَاصٍّ عَلَى عَامٍّ ، فَيَشْمَلُ كُلَّ مَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الْفَسَادِ كَالسَّاحِرِ وَقَاطِعِ الطَّرِيقِ وَاللِّصِّ وَاللُّوطِيِّ وَالْخَنَّاقِ وَنَحْوِهِمْ مِمَّنْ عَمَّ ضَرَرُهُ وَلَا يَنْزَجِرُ بِغَيْرِ الْقَتْلِ ( قَوْلُهُ وَالْأَعْوِنَةُ ) كَأَنَّهُ جَمْعُ مُعِينٍ أَوْ عَوَانٍ بِمَعْنَاهُ ، وَالْمُرَادُ بِهِ السَّاعِي إلَى الْحُكَّامِ بِالْإِفْسَادِ ، فَعَطْفُ السُّعَاةِ عَلَيْهِ عَطْفُ تَفْسِيرٍ .
تاسې وليدل چې په دغو عبارتونو کې د فساديانو، راهزنانو ، لوطيانو ، ساحرانو په اړه ځواب ورکول کېږي . نو د افغانستان د اسلامي جمهوريت کارمندان او منسوبين يې مصداق ګرځول لوی جهالت او ګمراهي دي.
بله دا چې دغه اقوال د بعضو فقهاء واقوال دي ، کوم واضح نص له قرآن او حدیث څخه پرې د ځواب او استدلال لپاره نه لري. همدارنګه دغه د هغه وخت فتوی ده چې په کامل ډول يو اسلامي سلطنت يا خلافت وجود لاره، کله چې د هغه وخت مفتيانو فتواوې ورکولې؛ هغوی دغه ټول موارد په نظر کې لرل، نو فتوی يې کومو افرادو، اشخاصو او تنظيم او ډلې ته نه وه راجعه بلکې دولت او حکومت ته راجع وه چې او دولت د فیصلې او اقدام حق لاره.
خو طالبان چې په سعي بالفساد او تخريب کې ډير صادق او رښتيني دي دغه جزئيه پر افغان دولت تطبیقوي ، حالانکه دا د افغان دولت پر ځای د دولت پر مخالفانو يعني پر طالبانو ښه د تطبيق وړ ده.
په هر حال دغه جزئيه خو نه کوم آيات دی او نه کوم حديث او سنت دی چې مُستدَل او حجت ونيول شي. همداراز نه خو د امام اعظم ابو حنيفه رحمة الله عليه قول دی او نه د ابو يوسف او محمد رحمهما الله مذهب دی. بس ځينې وروستنيو علماء کرامو د خپل ذوق مطابق په خاص او ځانګړي پس منظر او حالاتو کې څه فتاوې ورکړې دي، چې زموږ پر ټولنه او دولت يې تطبيقول صحیح نه دي او بله دا چې دليل هم نه لري. کاش! دوی له قرآن او سنت څخه، يا د صحابه کرامو له اقوالو څخه ، حتی د مجتهدو امامانو له اجتهاد څخه پرې کوم دليل ذکر کړی وای ، نو بیا به د قبول او تطبيق وړ وای خو هيڅ صحیح او ثابت دليل پرې نشته.
دوی د دغه عبارت نورې برخې هم راخيستي دي:
وَجَمِيعُ الْكَبَائِرِ وَالْأَعْوِنَةُ وَالسُّعَاةُ يُبَاحُ قَتْلُ الْكُلِّ وَيُثَابُ قَاتِلُهُمْ. وَأَفْتَى النَّاصِحِيُّ بِوُجُوبِ قَتْلِ كُلِّ مُؤْذٍ.
د ټولو کبيره ګناه کوونکو، او ساعي بالفساد کوونکو وژل مباح دي او قاتل ته يې ثواب ورکول کېږي. او ناصحي فتوی ورکړې ده چې د هر موذي او ضرري انسان وژل واجب دي.
دوی دغه نيمګړي عبارتونه رانقل کړي دي او له دغو څخه د برحاله اسلامي دولت د کارمندانو د وژلو جواز ثابتوي، په داسې حال کې چې دغه عبارتونه پر همدوی حجت دي او همدوی يې مصداق دي.
خو دوی د عبارتونو په نقلولو کې هم خیانت کوي: له دغه عبارت څخه لږ وروسته راځي:
( وَيُقِيمُهُ كُلُّ مُسْلِمٍ حَالَ مُبَاشَرَةِ الْمَعْصِيَةِ ) قُنْيَةٌ ( وَ ) أَمَّا ( بَعْدَهُ ) فَ ( لَيْسَ ذَلِكَ لِغَيْرِ الْحَاكِمِ ) وَالزَّوْجِ وَالْمَوْلَى كَمَا سَيَجِيءُ.
کله چې څوک معصيت کوي، نو د معصيت د کولو په وخت کې دغه سزاوې هر مسلمان ورکولای شي خو د معصيت له ارتکاب څخه وروسته بیا له حاکم، خاوند او د غلام وینځې مالک څخه سوا د بل چا حق نه دی.
نو ښکاره شوه چې مجرم ته سزا ورکول د حاکم الوقت کار دی.
سربېره پر دې په دغه جزئيه کې هم تفصيل ته ضرورت دی او هم په کې اختلاف دی چې ایا د هر مسلمان لپاره د کوم معصيت مرتکب ته د معصيت د ارتکاب په حالت کې د قتل سزا ورکول جائز دي او دا درسته فيصله ده؟؟ نو د عصرِ حاضر ټول معتدل حنفي مشايخ د دغه عمل د جواز قائل نه دي، ځکه چې په دغه کار سره افراتفري واقع کيږي او لوی فساد په وطن کې خپريږي، ځکه چې هر سړی به په پورته کيږي او خپل مخالف او دښمن به وژني او دعوی به کوي چې دغه مقتول پلانکی جرم کاوه.
په دې کار سره به د الله عزَّ و جَلَّ په بلادو او اوطانو کې لوی شر او آفت خپور شي والعیاذ بالله.
دغه ډول فتوا شړونکي چونکه له قرآن او سنت څخه ډير لري واقع دي، نو تشې د ملايانو فتاوې او بې دليله خبري نقلوي او خپل بې دليله او باطل موقف پرې په خپل زعم کې ثابتول غواړي. په حقيقت کې دا کار ډير خطرناک دی.
خو د تسلۍ ځای دا دی چې دوی دغه ناسم مفهوم تر قيامته هم نشي درست ثابتولای خو هسې ځان ستړی کوي، مسلمانان تباه کوي او خپل هيواد ورانوي.
و صلی الله تعالی علی خير خلقه محمد و آله وصحبه أجمعين.
د طالبانو يو جاهل ملا د خپل جهالت د اظهار په لړ کې له خپل جهالت او بې بصيرتۍ څخه ډکه آډيو نشر کړې ده ، د خپلې جهالت نامې په شروع کې هغه يو څو اصطلاحات لکه موالات ، مداهنت...