25/05/2026
الحمد لله
په مدرسه تعلیم القرآن والحدیث کې د کوچنیانو جینکو د عید الاضحی رخصتۍ اعلان شوې. د رخصتۍ په مناسبت استاذ محترم مولانامحمد اسحاق رباني د طالباتو لپاره مهم او ارزښتناک نصیحتونه وکړل.
هغه وفرمایل چې رخصتي د بې فائدې ګرځېدو، بازارونو کې د چکرونو، موبایلونو او عبثو مصروفیاتو لپاره نه ده، بلکې دا د عبادت، اصلاح او د کورنۍ د خدمت وخت دی. نن سبا ډېرې جینکۍ د موبایل، ټیک ټاک، فیشن او بازارونو په فتنو کې داسې اخته شوې چې خپل وخت، حیا او عزت له لاسه ورکوي، حال دا چې د مسلمانې جینۍ اصل زینت حیا، پرده او د دین پابندي ده.
همدارنګه طالباتو ته دا هم وویل شول چې د عید ورځې دې د ګناه، بې پردګۍ او بې ځایه ګرځېدو پر ځای د لمونځ، تلاوت، ذکر، د مور او پلار خدمت او اسلامي اخلاقو په ښکلا تېرې کړي. ځکه عزت د الله تعالی لوی نعمت دی، او کومه جینۍ چې خپل حیا او وقار وساتي، الله تعالی هغې ته په دنیا او آخرت کې عزت ورکوي.
په نصیحت کې دا خبره هم وشوه چې د رخصتیو پر مهال خرابې ملګرې، نامناسب مجلسونه او بې ضرورته بازار ګرځېدل د ډېرو فتنو دروازه ده. هوښیاره او باحیاه مسلمانې جینکۍ هغه دي چې خپل وخت د علم، عبادت او اصلاح لپاره استعمال کړي، نه د نمایش او عبث ساعت تېریو لپاره.
الله تعالی دې د مدرسې ټولې طالباتې د قرآن او سنتو په لاره ثابت قدمه وساتي، د حیا او عزت حفاظت دې ورته نصیب کړي، او دا رخصتۍ دې د خیر، برکت او اصلاح سبب وګرځوي. آمین.